ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٧ پېښې ثبت شوې دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٧ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
1 Oct 2020 - 15:20
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ١٧ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
1 Oct 2020 - 15:20

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٨٥ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په لسمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٧٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٢٨٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې، نهه په کابل، شپږ په بلخ، يو په بغلان او يو هم په پروان ولايت کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٨٤٢ ته ورسېد.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هيڅوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تراوسه ١٤٥٨ کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.