ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې پلاوی: د پکتيا امنيتي حالت د چارواکو د غفلت له امله خراب شوی

د ولسي جرګې پلاوی: د پکتيا امنيتي حالت د چارواکو د غفلت له امله خراب شوی

author avatar
1 Oct 2020 - 18:50
د ولسي جرګې پلاوی: د پکتيا امنيتي حالت د چارواکو د غفلت له امله خراب شوی
author avatar
1 Oct 2020 - 18:50

 ګردېز(پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د پکتيا ولايت د امنيتي حالت د څېړنې لپاره د ولسي جرګې ګومارل شوی پلاوی وایي، د دې ولايت امنيتي وضعیت د اړوند ارګانونو د غفلت او د هغوی تر منځ د نه همغږۍ له امله خراب شوی دی.

له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په پکتيا کې امنيتي حالت ډېر خراب شوی او د دولت د وسله والو مخالفینو د بريدونو زياتولو او یو شمېر پلچکونو الوځولو سربېره د ګردېز ــ شپږ ولسواليو لويه لار هم تړلې ده.

ولسي جرګې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی او دغه ولایت ته تللی دی.

دغه پلاوي نن خبریالانو د خپلو څېړنو په اړه معلومات ورکړل.

د پلاوي غړي نصيب مقبل وویل چې د پکتیا په امنيتي رهبرۍ کې د مسووليت احساس نشته او پر دې سربېره د ځينو امکاناتو کموالي ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

 مقبل وایي:«لوړه رهبري، لکه څنګه چې لازمه ده، د مسووليت احساس نه لري، غفلت وظيفوي کاملا دوی کړی او کوي يې، د امنيتي، دفاعي او کشفي ارګانونو تر منځ لازمه همغږي نشته او څلورم دا چې مرکزي حکومت هم دوی ته هغومره امکانات او تشکيل نه دی ورکړی، څومره چې اړينه او لازمه ده.»

د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځي وویل چې د والي په ګډون له ټولو امنيتي او دفاعي ارګانونو له مسوولينو سره ناستې وشوې او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د شويو ژمنو تعقيب دې شورا ته ورکړل شو.

ځاځي پژواک ته وويل:«پکتيا کې چې هدفي وژنې شوې، هغه معلوم او ښکاره دښمن دی او هغه پر دې کار کوي چې د خلکو په زړونو کې وېره واچوي. په ولايتي کچه مسووليت موږ لرو، که دې مسوولينو په خپلو ژمنو عملي کېدو کې ناغيړي وکړه، موږ به غږ جګوو او له مشرانو وکيلانو سره به يې شريکوو.»

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال سلطان داوود سلطان بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو جګړې زياتې کړې، خو دوی د سولې په اړه د خلکو غوښتنو ته د درناوي په پار له نظامي عملياتو ډډه کړې ده.

 ده د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه زیاته کړه:«د شپې او ورځې له خوا د هر ارګان پر هره پوسته چې دښمن حمله وکړه يا تر فشار لاندې راغله، موږ غږ اورو، يا هوايي کومک راغواړو او که زميني کومک ته ضرورت شي، درې واړه ارګانونه په ګډ اقدام کوو.»

په ولسي جرګې کې د پکتیا د خلکو استازي محمد ابراهیم غښتلي وويل چې وسله والو طالبانو په بېلابېلو ځايونو کې د بريدونو او لويو لارو په تړلو عامو خلکو ته ستونزې زياتې کړې او په کار ده چې د جګړې پر ځای د مذاکراتو له لارې د امتياز اخيستو هڅې وکړي.

غښتلی وايي:«د دې جګړو اصلي قرباني خلک دي، نو دا قرباني چې خلک ورکوي پر دولت يا طالبانو فشار نه راځي، ښه خبره دا ده چې دوی د مېز پر سر د امتيازاتو پر سر جګړه او خبرې وکړي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.