ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د شمال لوېديځو ولايتونو خپلو غړو ته  د سفر نه کولو امر کړى

طالبانو د شمال لوېديځو ولايتونو خپلو غړو ته د سفر نه کولو امر کړى

author avatar
1 Oct 2020 - 15:30
طالبانو د شمال لوېديځو ولايتونو خپلو غړو ته  د سفر نه کولو امر کړى
author avatar
1 Oct 2020 - 15:30

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٩) : وسله والو طالبانو د شمال لوېديځو پنځو ولايتونو مشرانو او غړو ته سپارښتنه کړې چې خپلو کارونو ته ادامه او پاکستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

د طالبانو يوه نامعلوم مشر چې غږ يې پژواک اژانس ته ترلاسه کړى، د غور، بادغيس، سرپل جوزجان او فارياب ولايتونو  مسوولينو ته دغه پيغام ورکړى دى.

په دغه غږ کې ويل شوي چې د يادو ولايتونو واليان، مرستيالان، د کمېسيونونو ، قطعو مسوولين، ولسوالان، ډلګۍ مشرانو  او د نورو ادارو مسوولينو ته خبر ورکول کېږي چې سږ کال ټول خپلو کارونو ته متوجه واوسي او پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

هغه زياته کړې چې دغه بنديز د مشرتابه له خوا لګول شوى، خو که چا شديده اړتيا او يا شرعي عذر درلود، نو مشرتابه ته به عارض کېږي او هغه به ورته د سفر د اجازې په اړه پرېکړه کوي.

د طالبانو دغه مشر ويلي چې د مشرتابه له اجازې وروسته به اړونده کسان د سفر کولو حق لري او که چا له اجازې پرته سفر وکړ؛ نو مشرتابه ته به معرفي او هغه به يې په اړه پرېکړه کوي.

ددغه غږ په پاى کې ويل شوي : (( داد  مشرتابه پيغام و، ماته رارسېدلى و، او ما تاسو ټولو ته ورسولو او اړونده مسوولين دې ټول خپلو ماتحتانو ته ورسوي. ))

وسله والو طالبانو په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه  څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.