ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت ننګرهار کې پنځه کسان نيولي دي

ملي امنيت ننګرهار کې پنځه کسان نيولي دي

author avatar
1 Oct 2020 - 14:07
ملي امنيت ننګرهار کې پنځه کسان نيولي دي
author avatar
1 Oct 2020 - 14:07

جلال اباد (پژواک، ١٠ تله ۹۹): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري د وسله والو طالبانو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تړاو پنځه کسان، يو ميلیون او سل زره جعلي افغانۍ او ۴۰۲۹ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

د مسوولينو په وينا،ياد کسان او چاودېدونکي توکي جلال اباد ښار، بهسودو او خوږياڼو ولسواليو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوي دي.

د تلې په لسمه د ملي امنيت رياست په انګړ کې د خبري کنفرانس پر مهال نيول شوي کسان او چاودېدونکي توکي خبريالانو ته وښودل شول او په اړه يې مسوولينو معلومات هم ورکړل.

د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند وويل چې د ملي امنيت موظفينو په جلال اباد ښار، خوږياڼو او بهسودو ولسواليو کې د دولت ضد کړنو د مخنيوي په موخه ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

دی زياتوي، په دې عملياتو کې درې وسله وال طالبان له وسلو او مهماتو سره، دوه کسان له يو ميلیون او سل زره جعلي افغانيو سره نيولي او همدا راز په بېلا بېلو عملياتو کې له چاودېدونکو توکو يو ډک موټر هم نيول شوى دی.

نوموړي وويل چې د ملي امنيت موظفینو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان له يو ميل کلاشينکوف، يو ميل تومانچې، يوې مخابرې او يو مبايل چې ماين سره عيار شوی و، نيولي دي.

هغه وايي، د ځانګړو عملیاتو پر مهال دوه کسان له يو ميليون او سل زره جعلي افغانيو سره يو ځای نيول شوي چې په خپل جرم يې اعتراف کړی.

د ننګرهار ولايت مرستيال وايي چې ملي امنيت په يوه هينو موټر کې د سوديم، پوتاشيم او نايټريټ په نومونو ۴۰۲۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم نيولي، چې د بمونو، د ځانمرګو بريدګرو واسکټونو او موټر بم جوړېدو کې ترې ګټه اخیستل کيږي.

نوموړي زياته کړه،د دغو چاودېدونکو توکو په نيولو سره په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د سترو ترهګريزو بريدونو مخه نيول شوې ده.

بل خوا د ننګرهار د ملي امنيت رياست مسوولينو رسنيو ته وويل چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او اوس تر نورو څېړنو لاندې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.