ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي او ښه حاصل یې ورکړی

کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي او ښه حاصل یې ورکړی

author avatar
1 Oct 2020 - 15:24
کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي او ښه حاصل یې ورکړی
author avatar
1 Oct 2020 - 15:24

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): په کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي چې ښه حاصل یې ورکړی دی.

دغه نوښت د صحرايي په نوم یوه زراعتي شرکت کړی چې په شنو خونو/ګرین هاوسونو کې یې کري، حاصل یې ټولوي او تر پېکینګ وروسته یې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

که څه هم د کندهار اوسېدونکي د مرخېړیو له کرلو او کارولو سره نااشنا دي خو یاد شوی شرکت پر دې کار کوي څو په دې ولایت کې هم د دغه بوټي کر زیات شي او هم یې خلک د سبو په توګه په خوراک کې وکاروي.

د صحرايي شرکت مسوول مسعود صحرايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، په یوه تازه ګام کې یې په کندهار کې د مرخېړیو کرل پيل کړي او ښه حاصل یې ورکړی دی.

هغه زیاتوي، پخوا به مرخېړي د پسرلي په موسم کې د اورښتونو پر مهال په غرونو کې په طبیعي توګه شنې کېدل، خو اوس په مصنوعي توګه کرل کېږي.

دی وايي، په نوره نړۍ کې يې کرل او د خوراک په توګه کارول عادي دي، خو په کندهار کې نوې تجربه ده.

د ده په خبره، په شنو خونو کې یې په پلاستیکي کڅوړو کې د مرخېړیو ۳۰ کیلوګرامه تخم کرلی چې له ۲۲ تر ۲۵ ورځو حاصل ته رسېږي.

دی وايي، مرخېړي چې کله حاصل ته ورسېږي نو تر ۲.۵ میاشتو پورې حاصل ورکوي.

نوموړی وايي، مرخېړي په درېیو بڼو بازار ته وړاندې کېږي، په تازه بڼه چې تر پنځو ورځو نه خرابېږي، په پېک شوې بڼه چې تر یو میاشتې په یخچال کې ساتل کېدای شي او په وچ ډول په قطیو کې چې میاشتې او کلونه نه خرابېږي.

صحرايي وویل، په کندهار کې یې د مرخېړیو له تولید سره د چینايي مرخېړیو د واردولو مخنیوی کړی چې د حاصلاتو له ډېرېدو سره به یې نورو ولایتونو ته هم صادر کړي.

دی وايي، پلان لري چې د مرخېړیو کرل او سوداګري عامه کړي او تخم یې هم دلته تولید کړي، اوس مهال دوی د مرخېړیو تخم له بهره راوړي.

هغه وویل، اوسمهال د مرخېړیو د مارکېټینګ په برخه کې څه نا څه ستونزې لري، ځکه خلک ورسره نااشنا دي، خو دی تمه لري چې خلک کرار کرار ورسره اشنا شي او لکه نور سابه د ورځني استعمال برخه وګرځي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.