د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اکبراغا: امريکا بين الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي

اکبراغا: امريکا بين الافغاني مذاکراتو کې لاسوهنه کوي

Oct 01, 2020 - 15:40

مزارشريف ( پژواک، ۱۰ تله  ۹۹) د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي چې امريکايان د سولې بين الافغاني خبرو په بهير کې لاسوهنه کوي.

نوموړي د تلې په ۱۰مه، مزارشريف ښار کې د سولې ولسي مجموعې په نوم جوړې شوې غونډه کې وويل چې د سولې مذاکراتي ټيمونه بايد خپل کارونه ګړندي کړي.

د خلاصون لارې شورا مشر زياته کړه، چې مذاکراتي ټيمونه بايد د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي او خپلو خبرو ته دې سرعت ورکړي.

د هغه په خبره، امريکايان د سولې بين الافغاني خبرو په بهير کې لاسوهنه کوي او غواړي، چې د مذاکراتي پلاوو باور ته زيان واړوي.

سيد اکبر اغا زياته کړه: (( زموږ خلک بايد په دې پوه شي، چې امريکايان د سولې پروسې کاميابي نه غواړي، له طالب سره يې تړون وکړ، چې لس ورځو کې به بنديان درخوشې کوو؛ خو دلته يې حکومت ته وويل چې مه يې خوشې کوه، چې له همدې امله لس ورځنۍ پروسه شپږ مياشتې وغځېدله)).

د هغه په وينا، امريکايان په دې لټه کې دي، چې مذاکراتي ټيمونه بې باوره کړي او دنياوالو ته وښيي، چې افغانان سوله نه بلکې جګړه غواړي.

اکبراغا همدا راز له مذاکرتي ټيمونو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې خبرې دې چټکې کړي او ژر دې موافقې ته سره ورسېږي.

د خلاصون لارې شورا مشر وايي، چې ياده شورا غواړي، څو د هېواد په ټولو زونونو کې د غونډو په جوړلو سره خلک د سولې غوښتنې لپاره منسجم کړي.

هغه زياته کړه، د يوې داسې مجموعې پر جوړولو لګيا دی، چې د سولې له روانې پروسې څخه د ملت په استازيتوب نظارت وکړي.

اکبر اغا وويل: (( موږ به يوه مجموعه جوړوو، هم به حکومت ته ورځو او هم به طالبانو ته. هر چا چې د سولې په پروسه کې غلطي کوله ورته وايو به چې ته په غلطه يې، د دې پروسې نظارت به کوو)).

نوموړي له ديني علماوو او قومي متنفذينو څخه وغوښتل، چې سره يو موټی شي.

ديني عالم مولوي محسن دانش په خپلو خبرو کې له ټولو ډلو ټپلو او اړخونو څخه وغوښتل، چې اختلافي مسايلو ته دې لمن نه وهي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو شاوخوا څلور لسيزو راهيسې افغانستان کې جګړه روانه ده او اوس فرصت برابر شوی، چې دغه جنګ پای ته ورسېږي.

د دانش په خبره، د سولې راتګ يواځې د حکومت او طالبانو مسووليت نه دی، بلکې د ټولنې ټول اقشار بايد خپله ونډه په کې ادا کړي.

هغه وويل: (( ځوان، سپين ږيری، ښځه، نارينه، عالم، دموکراټ او ټول اقشار مسووليت لري، چې په مشترک ټکي چې هغه سوله ده، راټول شي)).

د هغه په خبره، افغانان نور له روانې جګړې څخه ستړې شوي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د سولې روانه پروسه له ناکامې سره مخ کړي.

د بلخ د علماوو شورا منشي مولوي شېرمحمد عادل بيا له ديني عالمانو څخه غوښتنه وکړه، چې د جګړې پای ته رسېدو او سولې راتګ لپاره خلک وهڅوي.

د هغه په خبره، که خلک يو بل وزغمي او لاسونه سره ورکړي؛ نو لرې نه ده، چې دې هيواد کې به جګړه پای ته ورسېږي.

عادل زياته کړه، افغانان هم د نړۍ د نورو ملتونو په څېر حق لري، چې ارامه او امنه فضا کې ژوند وکړي.

هغه وويل، که جګړه پای ته ورسېږي؛ نو ورسره به د ټولنيز تاوتريخوالي او فقر کچه هم راټيټه شي.

نوموړي زياته کړه: (( سوله قرباني غواړي او هر څوک چې دغه قرباني ورکړي؛ نو نوم به يې د افغانستان په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي)).

دغه ديني عالم په خپلو خبرو کې د مذاکراتو له دواړو اړخونو څخه هيله وکړه چې  يو بل ته انعطاف او ګذشت وکړي.

د افغانستان د خلاصون لارې شورا وايي، چې په پام کې لري د سولې او جنګ د ديني اړخ په تړاو په کابل کې د سلګونه ديني عالمانو په ګډون لويه غونډه جوړه کړي.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په قطر کې بين الافغاني مذاکرات رسمي پيل شوي دي، خو تر اوسه د دواړو لوريو ترمنځ پر طرز العمل او اجنډا موافقه نه ده شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan