کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې لوجستیک قوماندانۍ ته د برېښنا د لېږد لومړنۍ پروژې په پرانیستلو سره ددغه وزارت په لګښتونو کې ۲۲۳ میلیونه افغانۍ سپما کېږي.
د ياد وزارت له خوا د تلې په ١٠مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کابل شمال سبسټېشن څخه د ملي دفاع وزارت لوجستیک قوماندانۍ ډیپوګانو ته د ۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ددغې پروژې په پرانیستلو سره وویل:"په اضافي او نا اړینو لګښتونو کې سپما د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له مهمو او سترو موخو څخه ده؛ چې د برېښنا له دې مزې څخه په ګټې اخیستنې سره به په کال کې د تېلو، روغنیاتو او جنراټورونو څخه ۲۲۳ میلیونه افغانۍ وسپمول شي او دا زموږ یوه له لوړو موخو څخه ده."
سرچينې زياته کړې، دغه پروژه چې د ملي دفاع وزارت د لوجستیک قوماندانۍ دایمي برېښنا تامینوي، د سیستیکا او د امریکا پوځ د انجنیرۍ برخې په مالي مرسته جوړه شوې ده.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې نږدې وخت کې به ۱۴ نورې ورته پروژې هم پرانیستل شي چې د ملي دفاع وزارت د برېښنا سترې برخې ته به ګټه ورسوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن