ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت لوجستيک قوماندانۍ ته د برېښنا ورکولو پروژه پرانيستل شوه

د ملي دفاع وزارت لوجستيک قوماندانۍ ته د برېښنا ورکولو پروژه پرانيستل شوه

author avatar
1 Oct 2020 - 17:00
د ملي دفاع وزارت لوجستيک قوماندانۍ ته د برېښنا ورکولو پروژه پرانيستل شوه
author avatar
1 Oct 2020 - 17:00

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٩) : د ملي دفاع وزارت وايي چې لوجستیک قوماندانۍ ته د برېښنا د لېږد لومړنۍ پروژې په پرانیستلو سره ددغه وزارت په لګښتونو کې ۲۲۳ میلیونه افغانۍ سپما کېږي.

د ياد وزارت له خوا د تلې په ١٠مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کابل شمال سب‌سټېشن څخه د ملي دفاع وزارت لوجستیک قوماندانۍ ډیپوګانو ته د ۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه‌ محمود میاخېل ددغې پروژې په پرانیستلو سره وویل:"په اضافي او نا اړینو لګښتونو کې سپما د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له مهمو او سترو موخو څخه ده؛ چې د برېښنا له دې مزې څخه په ګټې اخیستنې سره به په کال کې د تېلو، روغنیاتو او جنراټورونو څخه ۲۲۳ میلیونه افغانۍ وسپمول شي او دا زموږ یوه له لوړو موخو څخه ده."

سرچينې زياته کړې، دغه پروژه چې د ملي دفاع وزارت د لوجستیک قوماندانۍ دایمي برېښنا تامینوي، د سیستیکا او د امریکا پوځ د انجنیرۍ برخې په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې نږدې وخت کې به ۱۴ نورې ورته پروژې هم پرانیستل شي چې د ملي دفاع وزارت د برېښنا سترې برخې ته به ګټه ورسوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.