د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مولوي منيب: ولسمشر د واک لپاره دسولې مخالفت کوي

مولوي منيب: ولسمشر د واک لپاره دسولې مخالفت کوي

Oct 01, 2020 - 16:02

جلال اباد (پژواک،۱۰ تله ۹۹): د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند مشر او د حج او اوقافو پخوانى وزير مولوي عبدالحکيم منيب وايي چې ولسمشر د خپل واک  د ساتنې لپاره د سولې مخالفت کوي او د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو هڅې يې پيل کړې دي.

نوموړي دغه راز حکومت تورن کړ چې مذهبي تعصبونه رامنځته کوي او دغه راز يې د ديني عالمانو د توهين هڅې  هم پيل کړې دي.

مولوي منيب دا څرګندونې د تلې په ۱۰مه جلال اباد ښار کې د خپلو پلويانو او ديني عالمانو په يوه لويه غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې چې له پنځه سوه ډېرو کسانو په کې ګډون کړی و، تر ډېره يې ديني عالمان و او له حکومت څخه يې په دې نا خوښي څرګندوله چې له عالمانو سره توپيري چلند کوي.

د حج او اوقافو پخواني وزير او د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند مشر مولوي عبدالحکيم منيب وويل، ولسمشر د خپل سياسي واک د ساتنې لپاره د سولې مخالفت کوي او د دغې پروسې د سبوتاژ کولو هڅې يې پيل کړې دي.

خو هغه ټينګار وکړ چې سوله تر هرڅه مهمه ده او افغان حکومت او وسله وال طالبان بايد د امتيازاتو او قدرت د تر لاسه کولو په فکر کې نه وي، يوازې د افغان وژنې د درېدو په موخه دې سوله وکړي.

نوموړي په حکومت سختې نيوکې وکړې، چې د اداري فساد او نا امنۍ په مخنيوي کې پاتې راغلی او مسوول چارواکي يې په بې کفايتۍ تورن کړل.

منيب دا هم وويل، چې حکومت علماء له پامه غورځولي او وايي، د دوی د غوښتنو پوره کول يې مکلفيت دی.

هغه دا تور هم پورې کړ چې ارګ د حکومت امکانات د حزبونو او علماوو په ټوټه کولو مصرفوي ځکه خو يې له دغو دواړو ډلو سره توپيري چلند پيل کړی دی.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند غړي هم وايي، که د سولې پر وړاندې د مذکراتي ټيمونو هر لوری خنډ او ځنډ رامنځته کړي، دوی ته د منلو وړ نه دی او پر وړاندې به يې راپور ته شي.

د دوی له ډلې مفتي هلال طاهري، دوحه کې د بين الافغاني خبرو په دواړو مذکراتي ټيمونو غږ وکړ چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې صادقانه کار وکړي او نور دې د بې ګناه انسانانو د وژنې لړۍ بنده کړي.

د غونډې بل ګډونوال سلطان محمد وويل، په هېواد کې يو شمېر سياسي کړۍ چې د حکومت په داخل کې هم دي غواړي د سولې خبرې سبوتاژ کړي، خو ټينګار کوي چې دوی به اجازه ورنه کړي.

ديني علماء د سولې په اړه خپلې غوښتنې او اندېښنې په داسې حال کې شرکوي، چې دا څو ورځې وړاندې دوحه کې بين الافغاني خبرې پيل شوي، خو د لومړنيو ناستو په اړه يې اندېښنې شته چې لا هم دواړه اړخونه پر اصلي موضوعاتو د بحث لپاره کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan