ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
1 Oct 2020 - 11:16
هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ١٦کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
1 Oct 2020 - 11:16

شهر هرات (پژواک، ١٠ تله ٩٩): د هرات- کندهار لارې په اوږدو کې د ترافيکي پېښـې له امله لس کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد پژواک ته وويل چې نن سهار څلور نيمې بجې د هرات- کندهار پرلاره د يوه ٤٠٤موټر او فلاينکوچ د ټکر له امله لس کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې مړه شوي پنځه نارينه، درې ښځې او دوه ماشومان دي.

نوموړى ددغه ټکر لاملونه د موټر چلوونکو ګړندى تګ او نه پاملرنه يادوي.

بلخوا د هرات د عامې روغتيا رياست وياند محمد رفيق شيرزى وايي چې له دغې پېښې څخه درې جسدونه او اووه ټپيان روغتون کې لېږدول شوي دي.

د يادونې ده چې د لارو د خرابوالي او ترافيکي قوانينو د نه مراعات له امله د کال سلګونه کسان په ترافيکي پېښو کې مړه کيږي. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.