ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې یو ماشوم له انسان تښتونکو وژغورل شو

په هرات کې یو ماشوم له انسان تښتونکو وژغورل شو

author avatar
1 Oct 2020 - 15:19
په هرات کې یو ماشوم له انسان تښتونکو وژغورل شو
author avatar
1 Oct 2020 - 15:19

هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): په هرات کې یو کوچینی ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او درې انسان تښتوونکي نیول شوي دي.

د هرات د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه یوولس کلن ماشوم دوه اوونۍ وړاندې په هرات ښار کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوی و.

په ياده خبرپاڼه کې راغلي چې تښتوونکو دغه ماشوم د هرات د انجيل ولسوالۍ  اړوند سیمه کې ساتلی و، چې بالاخره تېره شپه د ملي امنیت ریاست له خوا وژغورل شو.

د هرات د ملي امنیت ریاست سرچینې وايي چې د دغې پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او دوه نور ملګري به یې هم ډېر ژر ونیول شي.

د دغو سرچینو په وینا، تښتونکو د ياد ماشوم له کورنۍ څخه د ۱۰۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د هرات ښاریان د تښتوونکو د نیولو لپاره د ملي امنیت د ریاست هڅې ستایي؛ خو وایي چې دغه هڅه بسنه نه کوي.

دغه ښاریان ټینګار کوي ترهغه چې د انسان تښتونې د پېښو له عاملینو سره جدي چلند ونه شي؛ انسان تښتونې به راکمې نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.