د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې ګڼ شمېر کسانو د نجیب د یادغونډې جوړېدو پر ضد لاریون وکړ

کابل کې ګڼ شمېر کسانو د نجیب د یادغونډې جوړېدو پر ضد لاریون وکړ

Oct 01, 2020 - 16:04

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د جهادي، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو شورا ګڼ شمېر کسان کابل کې د لویې جرګې خیمې مخې ته راټول شوي وو، ویل یې چې د پخواني ولسمشر نجیب الله په یاد د غونډې جوړېدو ته اجازه نه ورکوي. 

نجیب د خلق دموکراتیک ګوند غړی او افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې حکومتونو وروستی ولسمشر و. هغه له ۱۳۶۵ کاله تر ۱۳۷۱ کال پورې په واک کې پاتې شو او کله چې د مجاهدینو ځینو ډلو د ۱۳۷۱ کال په غویي میاشت کې کابل ونیو، نجیب په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه.

طالبانو د ۱۳۷۵ هجري شمسي کال د تلې په پنځمه د مجاهدینو حکومت مات کړ او کابل یې ونیو. طالبانو د همدې ورځې په ماښام نجیب او د هغه ورور شاهپور احمدزی ووژل او د دواړو جسدونه یې د کابل ښار په اریانا څلورلاره کې راوځړول.

ټاکل شوې وه د ډاکتر نجیب د وژل کېدو د ۲۴م  تلین مراسم د روانې تلې میاشتې په پنځمه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي، خو حکومت له هغه وروسته د دغو مراسمو د ترسره کولو مخه ونیوه چې یو شمېر جهادي او سیاسي ډلو د دغو مراسمو له ترسره کولو سره مخالفت وکړ.

د ډاکتر نجیب پلویانو ( د ولسي جرګې پخوانیو غړیو حمیدزي لالی او عبدالرحیم ایوبي) په داسې حال کې تېره ورځ پژواک ته وویل چې دغه مراسم به سبا (پنجشنبې د تلې لسمه) ترسره کوي چې یو شمېر سیاسي ډلو پرون یو ځل بیا خبر ورکړ چې که حکومت د دغو مراسمو مخه ونه نیسي، دوی به په خپله لاس په کار شي او په هغه صورت کې به مسوولیت د حکومت پر غاړه وي.

نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د جهادي، سياسی او مدني ټولنو شورا اړوند شاوخوا دوه زره کسان چې له ډېرو سره یې د حزب اسلامی بیرغونه و، د لويې جرګې مخې ته راټول شول، خو د نجیب پلویان نن تر غرمې په یاده سیمه کې ښکاره نه شول.

د جهادي او سیاسي ګوندونو د یادې غونډې ګډونوالو "مرګ پر کمونیزم"، "مرګ د للین پر پاتې شونو"، "مرګ پر لالي" او "مرګ پر ايوبي" شعارونه ورکول او ویل یې چې د خلق او پرچم ګوندونه افغانستان کې د شاوخوا څلورو لسیزو ستونزو او مصيبوتونو لامل شوي دي.

میدان وردګو ولایت کې د حزب اسلامي ولایتي امیر ميرويس امیري، مشهور په قوماندان اشرف په یاده غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې ټول اسلامي ګوندونه او مجاهدين راټول شوي تر څو د کمونستي رژيم د وروستي ولسمشر د تلين د نمانځنې مخه ونيسي.

هغه وويل:"زموږ نعره د الله اکبر ده، تل مو د الله اکبر غږ اوچت کړی او په هيڅ صورت چا ته اجازه نه ورکوو چې د «هورا» نارې پورته کړي؛ دوی به دا ارمان ګور ته يوسي."

د دعوت اسلامي ګوند غړى احمد فهيم کوهستانى هم د یادې غونډې له ګډونوالو څخه و او ویې ویل، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د ميليونونو افغانانو د قاتل (نجیب) په یاد غونډې جوړې کړي.

دی زياتوي:"مجاهدينو تر بريا وروسته ټولو کمونستانو، خلقيانو او پرچميانو ته عمومي عفوه اعلان کړه، څو دوی سپينې جامې واغوندي او خپل تور تاريخ ورباندې پټ او له افغان مسلمان ولس څخه بښنه وغواړي؛ خو دوی بيا په دې هڅه کې دي چې خپله ناروا فلسفه بيا راژوندۍ کړي."

هغه وویل چې یاده شورا به په هيڅ صورت کې د نجیب په یاد د غونډو جوړېدو اجازه ور نه کړي؛ ځکه چې د هغه په وینا، دا کار د افغانستان د هغو یو ميلیون شهیدانو وینو ته سپکاوی دی چې د هېواد د ازادۍ لپاره یې ځانونه قربان کړي دي.

د غونډې بل ګډون کوونکي مولوي محمد نسیم حقيار وويل چې د ډاکټر نجیب د تلين نمانځل د هېواد د یتیمانو، کونډو او معلولینو په زخمونو مالګې دوړول دي.

هغه زياته کړه:" نجیب کافر او مرتد و، او دا زموږ افتخار و چې روسان مو له هېواده وایستل؛ پر خپل کړي جهاد وياړو."

د غونډې ګډونوالو یو پرېکړه لیک هم خپور کړ.

 په پرېکړه لیک کې راغلي:«د افغانستان خپلواک ملت، له خپلو ديني او تاريخي مواريثو او د هېواد له برحق جهاد څخه ملاتړ کوي، د افغانستان د قصاب د تجليل په موخه له کمونستانو سره د حکومت هر ډول همکاري له افغانانو سره ښکاره دښمني او د اساسي قانون خلاف کار بولي.»

سرچینه زیاتوي چې کمونستانو ته باید افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړل شي او هغه ګوند او کسان باید محاکمه شي چې د نجیب په یاد غونډې جوړوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan