د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي او ښه حاصل یې ورکړی

کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي او ښه حاصل یې ورکړی

Oct 01, 2020 - 15:24

کندهار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): په کندهار کې په لومړي ځل مرخېړي کرل شوي چې ښه حاصل یې ورکړی دی.

دغه نوښت د صحرايي په نوم یوه زراعتي شرکت کړی چې په شنو خونو/ګرین هاوسونو کې یې کري، حاصل یې ټولوي او تر پېکینګ وروسته یې خرڅلاو ته وړاندې کوي.

که څه هم د کندهار اوسېدونکي د مرخېړیو له کرلو او کارولو سره نااشنا دي خو یاد شوی شرکت پر دې کار کوي څو په دې ولایت کې هم د دغه بوټي کر زیات شي او هم یې خلک د سبو په توګه په خوراک کې وکاروي.

د صحرايي شرکت مسوول مسعود صحرايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، په یوه تازه ګام کې یې په کندهار کې د مرخېړیو کرل پيل کړي او ښه حاصل یې ورکړی دی.

هغه زیاتوي، پخوا به مرخېړي د پسرلي په موسم کې د اورښتونو پر مهال په غرونو کې په طبیعي توګه شنې کېدل، خو اوس په مصنوعي توګه کرل کېږي.

دی وايي، په نوره نړۍ کې يې کرل او د خوراک په توګه کارول عادي دي، خو په کندهار کې نوې تجربه ده.

د ده په خبره، په شنو خونو کې یې په پلاستیکي کڅوړو کې د مرخېړیو ۳۰ کیلوګرامه تخم کرلی چې له ۲۲ تر ۲۵ ورځو حاصل ته رسېږي.

دی وايي، مرخېړي چې کله حاصل ته ورسېږي نو تر ۲.۵ میاشتو پورې حاصل ورکوي.

نوموړی وايي، مرخېړي په درېیو بڼو بازار ته وړاندې کېږي، په تازه بڼه چې تر پنځو ورځو نه خرابېږي، په پېک شوې بڼه چې تر یو میاشتې په یخچال کې ساتل کېدای شي او په وچ ډول په قطیو کې چې میاشتې او کلونه نه خرابېږي.

صحرايي وویل، په کندهار کې یې د مرخېړیو له تولید سره د چینايي مرخېړیو د واردولو مخنیوی کړی چې د حاصلاتو له ډېرېدو سره به یې نورو ولایتونو ته هم صادر کړي.

دی وايي، پلان لري چې د مرخېړیو کرل او سوداګري عامه کړي او تخم یې هم دلته تولید کړي، اوس مهال دوی د مرخېړیو تخم له بهره راوړي.

هغه وویل، اوسمهال د مرخېړیو د مارکېټینګ په برخه کې څه نا څه ستونزې لري، ځکه خلک ورسره نااشنا دي، خو دی تمه لري چې خلک کرار کرار ورسره اشنا شي او لکه نور سابه د ورځني استعمال برخه وګرځي.

له همدې امله دغه شرکت اوس مرخېړي په ډېره ټیټه بیه بازار ته وړاندې کوي.

ده وویل، په هر پېک شوي قطي کې ۲۰۰ ګرامه مرخېړي ځای پر ځای شوي او په ۵۰ افغانۍ یې پلوري.

د کندهار د کرنې ریاست د ترویج مدیر انجنیر محمد الله نوري د مرخېړیو کرل د دې ولایت اوسېدونکو ته ښه زېری وګاڼه او زیاته یې کړه له دې سره کروندګرو او سوداګرو ته په یوه نوې برخه کې د بوختیا زمینه برابرېږي.

هغه پژواک ته وویل، په کندهار کې کرل شوي مرخېړي یې له نږدې کتلي چې په دې ولایت کې لومړۍ تجربه ده او حاصلات یې ډېر ښه دي.

دی وايي، اوس باید دولت د دغه بوټي پر ترویج کار وکړي، څو هم یې کرکیله او هم سوداګري ډېره شي.

د ده په خبره، په کندهار کې له ۸۰۰ څخه ډېر ګرین هاوسونه شته چې د دغه توکي د کرلو ښه شرایط لري.

نوموړي د مرخېړیو د غذايي ارزښت په اړه وویل چې د زیاتو پروټینو، کلسیم، سوډیم، مګنیزیم، پوټاشیم، اوسپنې، ویټامین بي کمپلیکس، ویټامین ډي او سي په لرلو مرخېړیو ته نباتي غوښه هم ویل کېږي.

د ده په خبره، له مرخېړیو په جلا او له نورو خوراکو سره په ګډ شکل په پخلي کې کار اخیستل کېږي.

د کندهار کروندګر وايي، که دولت ورسره مرسته وکړي نو حاضر دي چې مرخېړي وکري، په دې توګه به دغه بوټی په کور دننه تولید شي او ان نورو هېوادونو ته به هم صادرېږي.

نور احمد په ډنډ ولسوالۍ کې شنې خونې لري، نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په خپلو شنو خونو کې لوړ ارزښت لرونکي سابه لکه بادرنګ، شمله مرچ او نور کري، خو غواړي چې د مرخېړیو کرلو تجربه هم وکړي.

خو ده له دولت څخه وغوښتل چې مرخېړیو د تخم، حاصل ټولولو، پېک کولو او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

دی وايي، په تېرو کلونو کې کروندګرو په ډېرو برخو کې په یوازې ځان او په ځینو برخو کې د دولت په مرسته تجربې کړي چې ښې پایلې یې لرلي او په زرګونو خلکو ته کار او روزګار موندل شوی دی.

د کندهار یو اوسېدونکی محمد یونس خوشحاله دی چې اوس کولای شي دلته هر وخت تازه مرخېړي په لاس راوړي.

ده پژواک ته وویل، تر دې مخکې په کندهار کې یوازې په وچ شکل مرخېړي پیدا کېدل چې له چین او نورو هېوادونو واردېږي.

دی وايي، که د مرخېړیو د کر کیلې او سوداګرۍ په برخه کې کار وشي نو خلک به ورسره اشنا شي او په دې توګه به د کار او روزګار په یوه وسیله بدل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan