کابل (پژواک، ۱۱ تله ۹۹) : د قطر د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغان سولې مذاکراتو کې دوی بې طرفه دي او په دې بهیر کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.
ددغه پلاوي لخوا د تلې په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلی دي.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنو کې د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري، د مذاکرهکوونکي پلاوي له څلورو غړو او په دوحه کې د افغانستان سفیر هم شتون درلود.
د قطر د ملي امنیت له سلاکار محمد بن احمد المسند په دې لیدنه کې وویل، د مذاکراتو له کوربهتوب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی. ده د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مختهتګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ.
محمد بن احمد المسند د مذاکراتو په جریان کې د قطر له لوري د بېطرفۍ د اصل پر اختیار ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نهکړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د قطر هېواد د دولت له لوري د افغانستان د سولې مذاکراتو د کوربهتوب مننه وکړه او ویې ویل : (( موږ له کلک تعهد او کلکې ارادې سره د مذاکراتو لپاره قطر ته راغلي یو او په حوصلې سره به دغه بهیر مخ ته بوځو.))
ستانکزي زیاته کړه، د افغانستان خلک تمه لري چې د قطر دولت به د بهیر په اوږدو کې د انرژۍ د ساتلو او په مذاکراتو کې د مثبتې فضا لپاره همکار وي.
دغه راز دولتي پلاوي د قطر د لومړي وزیر له مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني او د د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي دي وکتل.
په دې لیدنه کې شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني د افغانستان د جګړې بهرنیو اړخونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، قطر د افغانستان د سولې مذاکراتو په بهیر کې مداخلې نه کولو ته ژمن دی او د بهیر د دوام لپاره به همکاري وکړي.
د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل: (( موږ د هوکړو د تطبیق، بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې پوره ژمن یو، له دې ډلې ویلی شو چې له درېیو کلونو راهیسې مو د اقتصادي پراختیا د یوه فرصت په توګه له افغانستان سره د قطر د هوايي کرښو پر جوړولو کار پیل کړی.))
ستانکزي د قطر دولت له کوربهتوبه مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د مذاکراتو د مختهوړلو لپاره کلک تعهد لري او د دغه بهیر د دوام لپاره په حوصله او تدبیر کار کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس د بهیر په چټکېدو کې د قطر دولت پر اغېزناک رول او همدارنګه د سولې بهیر د مخته تګ لپاره د همغږیو پر ډېرولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د مذاکراتو د بهیر په بریاليتوب کې مرسته وکړي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن