ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ امبولانس: د څلورو مياشتو حقوق او امتيازات نه دي راکړل شوي

د بلخ امبولانس: د څلورو مياشتو حقوق او امتيازات نه دي راکړل شوي

author avatar
3 Oct 2020 - 17:18
د بلخ امبولانس: د څلورو مياشتو حقوق او امتيازات نه دي راکړل شوي
author avatar
3 Oct 2020 - 17:18

مزارشريف ( پژواک، ۱۲تله٩٩ ) د بلخ ولايت د امبولانس کارکوونکي وايي، چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دوی حقوق او امتيازات نه دي ورکړل شوي.

د بلخ امبولانس کارکوونکو چې شمېر يې ۵۳ تنو ته رسېده، مزارشريف کې د يوه اعتراضي حرکت له لارې له حکومت څخه د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه.

دوی وايي، که په درې ورځو کې يې معاش ورنکړل شي؛ نو د اعتراض په ډول به د تحصن خيمه ودروي.

د بلخ امبولانس مسوول ډاکټر عبدالوکيل عثماني پژواک ته وويل، چې پنځه مياشتې وړاندې د کرونا په اوج کې د بلخ عامې روغتيا رياست په غوښتنه او د بلخ ولايت مقام په حکم ، بلخ امبولانس اداره جوړه شوه.

نوموړي زياته کړه، چې وروسته بيا د ازاد رقابت له لارې بلخ امبولانس ادارې ته نوي کارمندان ور وپېژندل شول او خپل فعاليت يې پيل کړ.

هغه وايي چې پيل کې د قراردادونو برخه کې هم ګڼې ستونزې وې؛ خو وروسته بيا هغه مشکلات حل شول؛ خو د پيل ورځې راهيسې تر اوسه يوه کارمند ته هم معاش نه دی ورکړل شوی.

ډاکټر عثماني وويل: (( موږ په سختو شرايطو کې له خپل روغتيايي سيستم سره همکاري وکړه، د ورځې او شپې به مو کار کاوه؛ خو متاسفانه د بلخ سيمه ييزې ادارې زموږ د چارو ستاينه ونکړه، موږ يې له ستاينې ور تېر يو، اوس دې مهرباني وکړي او زموږ معاش دې راکړي)).

دى زياتوي، چې د بلخ عامې روغتيا رياست، د بلخ ولايتي شورا او بلخ ولايت مقام ته يې بار بار مراجعه کړې؛ خو چا يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

نوموړی وايي، چې د بلخ امبولانس د ټولو کار کوونکو شمېر ۵۳ تنه دی او څلور مياشتې کېږي، چې يوه يې هم خپل حقوق او امتيازات نه دي تر لاسه کړي.

يو بل معترض چې ځان وحيدالله او د بلخ امبولانس معتمد بولي وايي، چې اړوندو ادارو د دوی پر غوښتنو ځانونه کاڼه اچولي دي.

هغه زياته کړه، پنځه مياشتې مخکې کله چې ډاکټر نظام الدين جليل د بلخ د عامې روغتيا رييس وو؛ نو بلخ امبولانس اداره يې ايجاد کړه؛ خو اوس د صحت عامې نوی رييس غواړي دغه اداره بېرته لغوه شي.

نوموړي زياته کړه: (( دلته ستونزه داده، چې هر څوک نوی رييس راځي بايد خپل خلک مقرر کړي؛ موږ په رسمي ډول ټاکل شوي يو، خپل معاش دې راکړي او بلخ امبولانس اداره دې فعاله وساتل شي)).

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.