کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٩): ولسمشر اشرف غني د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د کويټ او قطر پر لور وخوځېد.
له ولسمشرۍ ماڼۍ د تلې په ١٤مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر لومړى د کویټ د مخکني امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح اروا ته د دعا او د یاد هېواد له حکومت او خلکو سره د غمشریکۍ لپاره یاد هېواد ته ولاړ.
سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني به د کویټ د امیر روح ته له دعا وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي او د قطر له امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به دوحې ته د سفر په جریان کې په دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.
ارګ وايي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام دفتر عمومي رییس محمدشاکر کارګر، د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي، د ولسي جرګې غړی حاجي اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبداللطیف نهضتیار او په کویټ او قطر کې د افغانستان سفیران هم ملتیا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن