ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د جګړې حل یوازې په جمهوریت کې دی

ولسمشر غني: د جګړې حل یوازې په جمهوریت کې دی

author avatar
5 Oct 2020 - 21:17
ولسمشر غني: د جګړې حل یوازې په جمهوریت کې دی
author avatar
5 Oct 2020 - 21:17

دوحه (پژواک، ١٤ تله ۹۹ ) ولسمشر غني وايي، هیوادوال او حتی طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا باید په اساسي توګه درک شي چې حل یې یوازې په جمهوریت کې دی.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د تلې په ۱۴مه، قطر ته د رسمي سفر پر مهال په پلازمینه دوحه کې د دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

په دغه لیدنه کې ولسمشر غني د دولت مذاکره کوونکي پلاوي ته د وینا پرمهال وویل چې هیوادوال او حتی طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي او دغه ستړیا باید په اساسي توګه درک شي.

دی وايي:"د افغانستان دولت او ملت پر خپل مذاکره کوونکي پلاوي ویاړي، ځکه هم مو په نظر او هم مو په عمل کې ثابته کړه چې پر تاسو باور اصولي و. له زغم ، چلند او دې څخه مننه چې خپل لیدلوری او طرز مو د اساسي قانون او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک په رڼا کې عیار کړی دی."

هغه مذاکراتي پلاوي ته په اشارې سره وویل چې تاسو د وصل ټیم یاست، نه د فصل او ولس غواړي د څلوېښتو کالو غمیزه په اساسي توګه پای ته ورسوئ چې د دغه ناورین حل په جمهوري نظام کې ویني.

ولسمشر غني مذاکراتي پلاوي ته وویل، نړۍ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه اجماع لري او حکومت د ملي او بین المللي پانګو د جذب لپاره هلې ځلې کوي چې له امله یې اسټرالیایي میلیاردر له حکومت سره په افغانستان کې د پانګونې بېلابېل تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.

یادې ناستې ته ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل چې د دوحې پر واټونو د افغانستان رپانده بیرغ نن مقابل لوري ته دا پیغام ورکوي چې د جمهوریت په نوم موجود نظام او ظرفیت دوی په خپله غېږه کې نیولی او مدغمولی شي.

دی وايي:"د مذاکرې په ډول پوهېدو، له رسنیو سره چلند او د مسایلو منظم مطرح کېدو تاسو ته یو لوړ اخلاقي مقام درکړی او موږ به د دغه مقام د ملاتړ او لا پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړو."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.