ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبغاړى نجيب تره کى ومړ

د کرکټ ملي لوبغاړى نجيب تره کى ومړ

author avatar
6 Oct 2020 - 09:13
د کرکټ ملي لوبغاړى نجيب تره کى ومړ
author avatar
6 Oct 2020 - 09:13

کابل (پژواک،  ١٥ تله ٩٩): د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی نجيب الله تره کى چې څو ورځې مخکې په يوه ترافيکي پېښه کې سخت ټپي شوى و، په روغتون کې يې ساه ورکړه.

نوموړى د تېرې جمعې په ورځ په جلال اباد ښار کې په داسې حال چې له يوه دوکان څخه يې سودا پېرلې وه او له سړکه بلې غاړې ته د تېرېدو په حال کې و، موټر وهلى و.

هغه له تېرو څلورو ورځو راهيسې د جلال اباد په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې، خو په کوما کې و او تر مړينې پورې بېرته په هوښ رانه غى.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د تلې په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نجيب تره کى نن سهار وخته په روغتون کې ساه ورکړه.

سرچينې زياته کړې چې د هغه مړينه يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه ده، کورنۍ او دوستانو ته يې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د نجيب د جنازې لومړي مراسم د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې سهار لس بجې او دويمه جنازه يې د هغه په پلرنۍ هديره درونټې په هجرت کلي کې ادا شي.

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل پژواک ته وويل چې ده په لومړۍ ورځ هڅه وکړه چې په چورلکه کې يې کابل او بيا له هېواده بهر درملنې لپاره ولېږدول شي، خو ډاکترانو اجازه ورنه کړه.

د افغانستان د کرکټ ګڼ شمېر ملي لوبغاړو، چارواکو، مينه والو او دوستانو د هغه پر مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.

٢٩ کلن نجيب تره کى د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى و او له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهيسې يې په ملي او نړيواله کچه د کرکټ لوبې کړې دي.

خو نجيب تره کي رسمي نړيوالې لوبې په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې پيل کړې وې.

هغه تر اوسه د افغانستان له لوري په يوه پنځوس اووريزه نړيواله لوبه او ١٢ شل اووريزو نړيوالو لوبو کې برخه اخيستې وه.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.