ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاريابي شاعر: جګړې مې ټولې هيلې له منځه وړې دي

فاريابي شاعر: جګړې مې ټولې هيلې له منځه وړې دي

author avatar
7 Oct 2020 - 10:44
فاريابي شاعر: جګړې مې ټولې هيلې له منځه وړې دي
author avatar
7 Oct 2020 - 10:44

میمنه (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): فاريابي شاعر چې په هېواد کې د سولې او ثبات په هيله شپه او ورځ شعرونه ليکي وایي، هيله لري چې ژر تر ژره په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ او ښوونه او روزنه معياري شي.

د دغه شاعر نوم عبدالجلیل او تخلص یې بنینش دی، چې د خپلو ملګرو په منځ کې د مولانا په نامه پېژندل کېږي او د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړی اووه اولادونه لري ، د نا امنیو له امله په هرات ولایت کې اوسېږي.

شپېته کلن بینش په هېواد کې د جګړې له امله ښوونځی له شپږم ټولګي وروسته پرېښود، خو په ۱۲ کلنۍ کې یې ځکه چې له شعر او شاعرۍ سره یې مینه درلوده، شعر لیکلو ته یې مخه کړه.

هغه چې لاهم د زده کړې د نه دوام له امله ډېر خواشینی دی، وویل چې شپږم ټولګي پورې د خپل ښوونځي اول نمره و. د اووم ټولګي د لومړۍ ورځې په پیل سره په ډېره مینه او لېوالتیا له کوره ووت او له خپلو ټولګي والو سره ښوونځي ته روان شو.

کله چې ښوونځي ته نږدې ورسېدل، د ولسوالۍ مرکز چې په هغه وخت کې علاقه داري وه؛ د مجاهدینو په لاس یې سقوط وکړ، وسله وال کسان د ښوونځي په شا او خوا کنټرول ترلاسه کړ، ښوونکو او شاګرادانو ته یې د ننه کېدو اجازه ورنه کړه؛ ځکه چې په لومړي کې دوی د ښوونځي او کتاب په ارزښت نه پوهېدل، دوی دغه یو ګمراه کونکی ځای وګڼلو او د ناپوهۍ له امله یې ځینې ښوونځي وسوځول.

نوموړي جګړه د ټول افغانستان د بدبختیو لامل وبلله او وویل: «جګړې مې ټولې هیلې له منځه وړې دي.»

هغه د ١٣٥٧ کال د ثور انقلاب د پیل او د مجاهدینو د راڅرګندېدو، ښوونځیو سوځولو، له تعلیم او زده کړې محرومیت، څلوېښت کلنه جګړه، د ځان او خلکو د بې ځایه کېدنې ترخه یادونه لري.

هغه وویل: “یوازینۍ هیله چې زه یې لرم، په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی، د ورکې سولې لپاره ډېر تږی یم. زما زړه ډېر تږی دی. په هره بیه چې وي باید سوله رامنځته شي که هر څومره بیه هم ولري؛ دویمه هیله مې په سم او معیاري ډول د تعلیم او تربیې کېدل دي چې نور د دغه هېواد هېڅ بچی زما په شان نه شي او د سواد له نعمته برخمن شي.”

نوموړي زیاته کړه چې د کوهستان د علاقه دارۍ له سقوط او ښوونځي د دروازې له تړل کېدو وروسته ناامنۍ پیل شوې. د زده کړې فرصت له هغه او ټولو واخیستل شول. اقتصادي وضعیت یې ښه نه و چې د ښار مرکز ته لاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ خو ښه او کتاب لوستونکي ملګري یې لرل. یوه کتاب خانه وه چې د نړۍ وتلو لیکوالو او شاعرانو د شاوخوا ۳ زرو ټوکو کتابونه موجود وو، چې د شپې یې کتاب لوست او شاعري یې کوله، په عرفاني موضوعاتو بحث کېده. له ازادې مطالعې کولو سره یې وکولای شول څو له علم او معرفت سره یو څه اشنا او د ملګرو په منځ کې مشهور او محبوب شي.

بینش وویل چې هغه په ​​خپلو شعرونو کې د شعر له سلو ډېرې ټوټې لري. تر اوسه نه دی توانېدلی چې د مالي ستونزو له امله یې چاپ کړي؛ خو د مالي امکاناتو په لټه کې دی. که مرسته کونکی ومومي، نو هیله لري چې خپل اثر یې چاپ کړي او خلکو ته یې ورسوي.

هغه په هرات ته د ځان او کورنۍ د کډوالۍ لامل د جګړې او ناامنیو دوام وباله او زیاته یې کړه چې که خونړۍ جګړو دوام نه درلودی، نو هېڅکله یې نه غوښتل چې کور او خپله شتمني چې د ژوند محصول یې وو، له منځه یوسي او کډوال شي.

نوموړي د ​​افغانستان په جګړه کې د ښکېلو لوریو له مشرانو وغوښتل چې له شرط او قید پرته د سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي او فرصت له لاسه ورنه کړي. خلک له دې وروسته د وژنو د دوام نه شي زغملای. هېواد انقلاب او نوي نسل ته اړتیا لري. په هره بیه چې وي ۴۰ کلنه جګړه د پای ته ورسول شي او د ټپونو درملنې او سولې په اړه فکر وکړي.

د هغه په ​​باور، که په هېواد کې ښوونه او روزنه په ریښتیني مانا معیاري شي، د افغانستان خلک له علم، او ​​پوهې سره د خونړیو جګړو وروسته د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو په څېر لوی بدلون رامنځته کوي، ښه او آرام ژوند کوي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.