چاریکار (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د پروان پولیس وايي چې په دغه ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې د انسان تښتونې ډلې دوه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پروا د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد سلیم نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ملي امنیت ځواکونو تېره شپه د پروان د مرکز په بیان کلي کې د نامسوولو وسله والو او تښتوونکو ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو او وسله واله نښته کې د انسان تښتونکې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
یوې باوري امنیتی سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم یاد شي، وویل چې په عملیاتو کې د یادې ډلې دوه غړي نیول شوي هم دي.
د پروان د سل بستریز ملکي روغتون رییس عبدالقاسم سنګین وایي چې دوه جسدونه او یو ټپي کس دغه روغتون ته انتقال شوي او ټپي شوی کس د نورې درملنې په موخه کابل ته انتقال شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن