ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد او جنرال میلر د پاکستان د پوځ او ای اس اس مشرانو سره ولیدل

خلیلزاد او جنرال میلر د پاکستان د پوځ او ای اس اس مشرانو سره ولیدل

author avatar
8 Oct 2020 - 19:33
خلیلزاد او جنرال میلر د پاکستان د پوځ او ای اس اس مشرانو سره ولیدل
author avatar
8 Oct 2020 - 19:33

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۹) : د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ او ای اس ای مشرانو سره لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د تلې  په ۱۷مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه  نن د پوځ په مرکز کې وشوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د پوځ مشر جنرال باجوه، د ای اس ای مشر جنرال حمید او افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دامریکا او پاکستان پر اړیکو، دوه اړخیزو ګټو، په افغانستان او سیمه کې دسولې او ثبات او په افغان سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.

د پاکستان پوځ ویلي چې امریکایي لوري په دې لیدنه کې په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او همکاریو ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیزاد له تیرو څو ورځو راهیسې په قطر کې وو او هلته یې افغان ولسمشر اشرف غني او د طالبانو مشرانو سره یې لیدنې کړې دي.

دا لیدنې کتنې په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پيښې زیاتې شوې، او د اوربند او تاوتریخوالي کمولو فشارونه او غوښتنې ډیرې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.