ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز کې لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Oct 2020 - 13:49
کندوز کې لسو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
8 Oct 2020 - 13:49

کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٩): په کندوز کې ځينې سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله شپږ سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د بازار اړوند په بخمل کوڅې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله شپږ سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.

دغه راز يوې امنيتي سرچيني هم پژواک ته وويل چې د يادو بريدونو له امله شپږ سرتېري وژل شوي، شپږ ټپيان دي او  ١٦ نور لادرکه دي.

خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري بيا وايي چې د امام صاحب د تېرې شپې په جګړه کې يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په روضې سيمه کې د حکومتي سرتېرو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اته حکومتي سرتېري وژل شوي، اووه ټپيان دي او ١٥ يې ژوندي نيول شوي دي.

د يادونې ده چې په قطر کې د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو له پيل وروسته په هېواد کې جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.