کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.
د دغه وزارت وياند طارق ارين د تلې په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل چې د اول خان په نوم دغه طالب قوماندان تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، اول خان له ميدان وردګو ولايت څخه ددولتي ځواکونو پرضد د عملياتو لپاره پغمان ولسوالۍ ته راغلى و چې له خپلو دوو ملګرو سره ووژل شو.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې یو موټرسایکل بم او لس ماینونه شنډ کړي دي.
سرچينې زياته کړې، وسله والو مخالفينو غوښتل د خوست د مرکز او اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یوه موټرسایکل بم او اووه ماینونو ته چاودنه ورکړي خو مخکې له دې چې دغه کار وشي، شنډ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن