ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنايي پېښو له ډېرېدو سره د”کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ” کمپاين پيل شوی

د جنايي پېښو له ډېرېدو سره د”کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ” کمپاين پيل شوی

author avatar
10 Oct 2020 - 17:48
د جنايي پېښو له ډېرېدو سره د”کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ” کمپاين پيل شوی
author avatar
10 Oct 2020 - 17:48

کابل (پژواک، ١٩ تله ٩٩): وروسته له هغه چې په کابل کې د جنايي جرمونو پېښې زياتې شوې، خلکو په ټولنيزو شبکو کې د “کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ” کمپاين پيل کړى دى.

دغه کمپاين په داسې حال کې پيل شوى چې هره ورځ په کابل ښار کې جنايي پېښې په زياتېدو دي او په رڼا ورځ د وسلې په زور له خلکو پيسې، موبايلونه، ليب ټاپونه، موټر او نور توکي اخيستل کېږي

که څه هم ددغه کمپاين ترسره کوونکي يا پيلوونکي نه دي معلوم، خو په ټولنيزو شبکو فېسبوک او ټويټر کې سلګونو کسانو په دې اړه پوسټونه کړي دي.

له دې پوسټونو سره ډيزاين شوي عکسونه هم خپرېږي چې په کې په چړو د خلکو وهلو، د وسلې په زور د پيسو، موبايل او موټر اخيستلو انځورونه جوړ شوي دي.

د حامد شينواري په نوم يوه کس په خپل فېسبوک کې ليکلي،کابل د افغانستان زړه دی،  دا زړه نن نا ارام دی؛ په کابل کې چې سکون نه وي نو په ټول هېواد کې سکون نه وي.

هغه زياته کړې: ((کابل غلو، رهزنو او شوکمارو یرغمل کړی، کابل له بهر نه زیات له دننه دښمن څخه خطر لري.چسپکي ماینونه، پر یو موبایل وژنې، د انسانانو تښتونې، دا داخلي وحشت له بهرني دهشت څخه هم خطرناک دي.))

د ټولنيزې شبکې کاروونکي مشتاق رحيم ليکلي چې په کابل کې جنايي جرمونه اوج ته رسېدلي، ښار وېرې پر سر اخيستی او د پېښو شمېر وېروونکي حد ته لوړ شوی.

ده زياته کړې: ((راځئ په ګډه غږ پورته کړو، ګوندې مسوولين يې واوري.))

جميل وقار يو له هغو کسانو دى چې په کابل کې له غلو زیانمن شوى؛ هغه په خپل فېسبوک کې ليکلي: ((کابل کې درې ځلې غلو شکولی يم، تر چړو لاندې موبايل او ټول جېب يې را لوټ کړی او که هر ځل مې لږه هم سرکشي کړې واى، د ډېرو نورو په څېر به يې په يوه ساده موبايل او څو افغانيو سورۍ سورۍ کړی وای.))

نوموړي زياته کړې، کابل امن نه دی او په دې نا امنۍ کې د حکومت د سر او پای ډېر ورشريک دي.

ژورنالېست احساس عابد په فېسبوک کې ليکلي چې په کابل کې د روان وضعيت، جنايي پېښو او غلاوو په اړه د خلکو چيغې ووتلې خو حکومت جواب نه ورته وايي او نه هم تر اوسه کوم بدلون تر سترګو کېږي.
د ايمل حيدري په نوم يو بل ژورنالېست په ټويټر کې ليکلي:((وسله والو غلو زموږ پر کور بريد وکړ، خو د خداى په فضل موږ وژغورل شو، يو يې ونيول شو او نور وتښتېدل.))

د رضوان الله شپون په نوم بل کس په ټويټر کې په انګليسي ژبه کې ليکلي چې امنيتي او استخباراتي ادارې د خلکو په ژغورلو او خوندي کولو کې پاتې راغلې.

ده ادعا کړې چې په ځينو سيمو کې پوليس له هغو مجرمينو سره همغږي او هم لاسي دي چې د يو موبايل لپاره خلک وژني.

د عبدالقدير صديقي په نوم يو بل په ټويټر کې ليکلي، وروسته له هغه چې په کابل کې جنايي جرمونه اوج ته ورسېدل، خلک له مجبورۍ په ټولنيزو شبکو کې کمپاين پيل کړى دى.

د معصومې په نوم د ټويټر يوې کاروونکې ليکلي چې له بده مرغه په کابل کې د وسله والو غلاوو، تښتونو او ترورونو پېښې زياتې شوې دي.

هغې زياته کړې چې د مازديګر له پنځو بجو وروسته هېڅوک ځان په کابل کې خوندي نه احساسوي.

ميرويس ستانکزي ليکلي: ((حتماً کابل پوليس نه لري! لطفاً کابل ته رښتيا پوليس پيدا کړٸ، غله پر سړکونو ګرځي، ځوانان مو په يو موبايل وژل کېږي، په رڼا ورځ خلک لوټي، په ښار کې ټوله شپه ډزو په سر اخيستی وي خو د پوښتنې څوک نه شته.))

د مدثر اسلامي په نامه يوه بل کس په ټويټر کې ليکلي، په جېب کې بايد څو افغانۍ ولرئ، که  چېرې غل ونيولې او پيسې درسره نه وي، ضرر درته رسوي.

د احسان الله په نوم د کابل يوه اوسېدونکي چې د لوى موټر چلوونکى دى، پر خپل موټر د خپل زوی عکس لګولى چې وسله والو غلو په رڼا ورځ په کابل کې د يوه موبايل لپاره وژلى دى.

هغه زياته کړې: ((کور مې په کابل کې د جناح شفاخانې شاته دی، زوی مې کانکور امتحان ورکړی و  او د بلخ ولایت د اداره او تجارت څانګې ته کامیاب شوی و، نولس کاله مې پر زوى خواري وکړه، لوى مې کړ، زده کړې مې پرې وکړې، خو ظالمانو راته وواژه.))

د کابل د پنځمې حوزې اوسېدونکي ادريس احمد پژواک ته وويل چې د غرمې په يوه بجه د کابل ښار په ده افغانانو کې چې د ولسمشرۍ مانۍ په يو کيلومترۍ کې موقعيت لري، وسله والو غلو د ټوپک په زور ترې موبايل او پيسې واخيستې.

پژواک اژانس په کابل ښار کې د نا امنیو، جنايي پېښو، وسله والو غلاوو او ترورونو په اړه د خلکو شکايتونه د کورنيو چارو وزارت له وياند طارق ارين سره شريک کړ.

هغه پژواک ته ومنله چې په کابل ښار کې جنايي جرمونه شته، د پيسو او موبايلونو د غلاوو پېښې شوې دي خو د کورنيو چارو وزارت هم په دې اړه اقدامات کړي دي.

ده زياته کړه: ((په تېرو٤٥ ورځو کې شاوخوا ٨٠٠ کسان پر بېلابېلو جرمونو نيول شوي وو، تر بايوميټرک وروسته ځيني يې چې جرمونه يې ثابت نه شول، په ضمانت  خوشي شول.))

ارين وايي چې دغه کسان ډېرى يې له ١٢ کلونو څخه تر ٢٢ کلونو پورې عمرونه لري چې له بده مرغه ډېرى تنکي ځوانان په جنايي جرمونو کې لاس لري.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې يو شمېر يې د ښوونځيو زده کوونکي هم شامل دي او دوى پر دغه کار کار کوي چې څه ډول يې مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، په تېرو شپږو مياشتو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ١١زره کسان نيول شوي دي او په دې برخه کې يې هڅې دوام لري.

ارين زياته کړه چې خراب اقتصاد حالت، بې کاري، بې سوادي، ټولنيزې او يو شمېر نورې ستونزې او د نفوس زياتوالى ددغو جرمونو لامل دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې د خلکو همکاري په دې برخه کې اړينه ده او په دې سره یې مخنيوى کولى شي.

هغه وايي، له دې وروسته له اسنادو پرته څوک مستعمل موبايل نه شي خرڅولى، په دې اړه د موبايل خرڅوونکو له اتحاديو سره پر يو هوکړه ليک کار کوي.

ده زياته کړه چې دغه راز د غلا شوو موټرو پر خرڅولو کار روان دى  چې ډېر ژر به د امنيتي تړون له مخې د موټر خرڅوونکو له اتحاديې سره يو تړون هم لاسليک شي.

طارق ارين دغه راز وويل چې د غير قانوني سيم کارتونو د مخنيوي په اړه هم جدي اقدامات کېږي.

Visits: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.