ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار خلکو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره او د اوربند غوښتنه یې وکړه

د ننګرهار خلکو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره او د اوربند غوښتنه یې وکړه

author avatar
10 Oct 2020 - 17:53
د ننګرهار خلکو د جګړې تابوت خاورو ته وسپاره او د اوربند غوښتنه یې وکړه
author avatar
10 Oct 2020 - 17:53

جلال اباد (پژواک، ۱۹ تله ۹۹): د ننګرهار ولايت لسګونه ديني عالمانو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او ځوانانو د جګړې تابوت خښ کړ او هيله يې څرګنده کړه چې افغان حکومت او وسله وال طالبان سوله وکړي.

دوی له وسله والو طالبانو او افغان حکومته وغوښتل چې اوربند ته لومړيتوب ورکړي او سولې ته لاره پرانيزي.

په دې راټولېدنه کې ديني عالمانو په افغانستان کې د جګړو دوام له اسلام سره په ټکر کې ياد کړ او جګړه کې پر ښکېلو خواوو يې غږ وکړ چې د بې ګناه انسانانو د وينې له تويولو ډډه وکړي.

د ننګرهار خلکو د تلې په ۱۹مه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راټول شوي وو او د جګړې د تابوت خښولو ترڅنګ يې د جګړې د پای ته رسېدو په هيله د قرانکريم ختم او خيرات هم وکړ.

د ننګرهار د عالمانو د سراسري شورا رييس او ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې سوله وکړي او اوربند ته لومړيتوب ورکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ ځوانان، زموږ ماشومان او زموږ تور سرې په دغه جنګ کې تباه او برباد شول، نو له دواړو متخاسمو ډلو نه غوښتنه کوو چې د دايمي اوربند اعلان وکړي، دا غوښتنه اول له جناب رييس جمهور څخه کوم، جناب رييس جمهور صېب له خپلې عاطفې نه کار واخله، د دايمي اوربند لپاره اعلان وکړه او بيا په ډېر درنښت سره د طالبانو له مشر هيبت الله منصور څخه هم هيله کوو چې اوربند وکړي.))

د غونډې ګډونوالو وويل، ځکه يې د جګړې تابوت پر خپلو اوږو يووړ چې نور پر اوږو د افغانانو د جنازو له وړلو ستړي شوي دي.

د غونډې يوه ګډونوال غيرت نيازی وايي، په دې هيله يې دغه کار وکړ چې نور د ځوانانو د جنازو د پورته کېدو مخه ونيول شي او جګړې پای ته ورسېږي.

دغه راز په ننګرهار کې د مومند ځوانانو شورا مشر خليل الرحمن مومند ټينګار وکړ دواړه اړخونه هغه که افغان حکومت دی او يا هم وسله وال طالبان دي، بايد نور جګړې پای ته ورسوي او اوربند وکړي.

هغه وويل، د جګړې قرباني يوازې افغانان ورکوي، هغه که د طالب په ليکو کې دي او که د حکومت په ليکو کې او يا هم عام خلک دي خو چې جګړه دوامداره وي نو افغان وژنه به هم ورسره دوام ولري.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې ورته کار په بلخ ولايت کې هم مدني فعالانو کړى و.

په دې وروستيو کې چې قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لړۍ پيل شوې، افغانان هيله من شوي چې دا د کلونو جګړه به نوره پای ته رسېږي او افغان وژنه به بس شي خو لا هم داسې څرک نه دی ليدل شوی چې دا خبرې به پايلې ته ورسېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.