ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: که چارواکي امنيتي حالت نه شي سمولی، استعفا دې وکړي

د پکتيا خلک: که چارواکي امنيتي حالت نه شي سمولی، استعفا دې وکړي

author avatar
10 Oct 2020 - 18:47
د پکتيا خلک: که چارواکي امنيتي حالت نه شي سمولی، استعفا دې وکړي
author avatar
10 Oct 2020 - 18:47

ګردېز (پژواک، ‍۱۹ تله ۹۹): د پکتيا اوسېدونکي د دغه ولايت د خراب امنيتي حالت په اړه شکايت کوي او وايي د ګردېز ښار، ولسواليو او لويو لارو امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی دی.

دوی د تلې په ۱۹مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې نور دغه حالت ورته د منلو نه دی او که حکومت یې نه شي کنټرولولی، چارواکي دې استعفا ورکړي.

قومي مشر صابري سليمانخېل وايي چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې يوازې په ګردېز ښار کې ۲۳ ځوانان او قومي مشران په هدفي وژنو کې وژل شوي دي.

سليمانخېل اندېښمن دی که حالت داسې دوام وکړي، نو ځينې سيمې به د وسله والو طالبانو لاس ته ورشي.

نوموړي زياته کړه:((پکتيا کې ډاډمن امنيت نشته او هېڅ اطمينان نه لري. موږ په تېره يوه مياشت کې تقريباً۲۳ دولتي او غير دولتي ځوانان او قومي مشران په هدفي وژنو کې له لاسه ورکړي. که چارواکي دا حالت نه شي سمولی او اقدام نه کوي، استعفا دې ورکړي.))

د کنفرانس يو بل ګډونوال نيازمحمد وايي چې په دغه زون، په تېره په پکتيا کې د پخوا په شان د جګړې زياتېدو وېره بيا ډېره شوې ده.

محمد وايي چې په لومړي ځل د ګردېز- شپږ ولسواليو لويه لاره د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوې او طالبانو پر دې لاره له لويو موټرود پيسو اخيستو لپاره ګمرک جوړ کړی دی.

نوموړي وويل:((د کلي امنيت نشته، د ولس نشته. يتيمان او کونډې تر سر پورته شول، ځوانان ټول خاورې شول، هديرې مو له شهيدان ډکې شوې، له ډېرو شهیدانو دوه، دوه په يوه قبر کې ږدو. پلونه، پلچکونه، مکتبونه او جوماتونه تباه شول، ټول ملک يې دربدره کړ.))

مدني فعال محمد نعيم د وسله والو طالبانو د فعاليت ساحې پراختيا ته اندېښمن دی او وايي چې د نورو سيمو سربېره د زرمت ولسوالۍ امنيتي حالت هم تر بل هر وخت خراب شوی دی.

نعيم وايي:((زموږ شايسته ځوانان او قهرمانان مړه شول. زما افغان بايد نور د بل په خوله ونه مري. تاسو ګټې کوئ او موږ ضايع کوئ؛ تاسو هلته په يوه کاسه له امريکايانو سره خورئ او موږ وژنئ.))

د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران هم د امنيتي حالت خرابېدو او لويو لارو ناامنه کېدو خبره تر يو بريده مني او وايي چې وسله والو طالبانو سولې ته د ښه نيت لپاره د امنيتي ځواکونو له دفاعي حالت څخه ناوړه استفاده کوي.

کامران پژواک ته وويل چې د امنيتي حالت ښه کولو لپاره پر ګډ امنيتي پلان کار کوي چې له مخې به يې په امنيتي حالت کې ښه والی راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.