پل علم (پژواک، ١٩ تله ٩٩): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې يو ښوونځى له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب پژواک ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په رضاخېلو سيمه کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
عرب وايي چې د يادښوونځي ودانۍ د افغان حکومت د ملي بودجې له لارې د شاوخوا څوارلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه.
هغه وایي،دغه ودانۍ ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، دوه د لابراتوار او کتابتون څانګې، مېز او څوکۍ، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیستم، د احاطې دېوال، کانکریټي کثافت دانۍ، پنځه غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې لري.
د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې،یاده ودانۍ په یوه وخت کې د ۴۰۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري چې اوس ۳۲۶ زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي احمد جاوېد پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى له نن څخه پوره نهه کاله وړاندې جوړ شوى خو تر اوسه يې ودانۍ نه درلوده.
هغه د يادې ودانۍ پر جوړولو خوښي وښوده او ويې ويل چې اوس به نو تر ډېره د زده کوونکو ستونزې کمې شي.
دا مهال په ازرې ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو ۲۵ ښوونځي شته چې ۱۳ لومړني، شپږ منځني او شپږ نور يې لېسې دي.
د لوګر د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ازرې ولسوالۍ شپږ زره کسان پر زده کړو بوخت دي چې دوه زره يې نجونې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن