ګرديز (پژواک، ١٩ تله ٩٩): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه د ګردېز اړوند په سټو کنډو او زاهو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.
سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د ګردېز خوست پر لويه لاره پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې په ځوابي ځمکني او هوايي بريدونو کې يې ۱۲ جنګيالي وژل شوي دي.
کامران وايي:((موږ په فعال دفاعي حالت کې يو، خو دا معنا نه لري چې دوی به موږ او ولس وژني او موږ به ورته ګورو؛ موږ د خلکو پر وړاندې مسووليت لرو.))
کامران وايي چې امنيتي ځواکونو د سولې خبرو د ښه نيت لپاره په دفاعي حالت کې دي، خو وسله والو طالبانو له دغه حالت څخه په ناوړه ګټې اخيستنې خپل بريدونه خورا زيات کړي دي.
کامران زياته کړه چې دوی د خلکو غوښتنو ته درناوی لري او د خلکو د امنيت ټينګول يې مسوليت دی.
نوموړي وويل:((په وژل شوو کسانو کې يو قوماندان د بلال او بل د زرقاوي په نومونو دي چې زيات خلک يې وژلي او نن دا دی دوی خپله د خپلو اعمالو پر سزا ورسېدل. موږ د امنيتي حالت د دايمي ښه کولو پلان لرو، خاصتاً د ګردېز ــ ډنډپټان د لويې لارې د امنيتي حالت ښه کولو.))
بل لورته وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په بېلابېلو سيمو کې جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن