لښکرګاه- ګردېز (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): حکومت په هلمند او پکتيا ولايتونو کې د عملياتو پر مهال د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.
د هلمند ولايت مقام له خوا د تلې په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د نهر سراج، نادعلي او ناوې ولسواليو ترڅنک پر ۶۰۱ شاهرا د وسله والو مخالفينو د بريدونو په ځواب کې د امنيتي ځواکونو له خوا ځمکني او هوايي عمليات ترسره شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې نښتو کې څلور سرتېري هم وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ډنډپټان ولسوالۍ د مقبل درې د عسکرو غونډۍ سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو ډله ییز برونه وکړل.
د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران پژواک اژانس ته وويل چې په ځوابي هوايي بريد کې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وايي چې په جګړه کې دغه راز يو پوليس هم وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن