ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې په ٢٠ ميليونه افغانيو ٢٠ ژورې څاه ګانې ايستل کېږي

خوست کې په ٢٠ ميليونه افغانيو ٢٠ ژورې څاه ګانې ايستل کېږي

author avatar
11 Oct 2020 - 15:50
خوست کې په ٢٠ ميليونه افغانيو ٢٠ ژورې څاه ګانې ايستل کېږي
author avatar
11 Oct 2020 - 15:50

خوست ښار ( پژواک، ۲۰ تله ۹۹): خوست کې تر ځمکې لاندې اوبو مدیریت او د کچې معلومولو په موخه شل ژورې څاه ګانې ايستل کيږي.

دغه څېړنيزې څاه ګانې د‌ نړيوال بانک په مالي مرسته ددغه ولايت په لسو بېلابېلو ساحو کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت جوړېږي.

د‌ خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان د تلې په ٢٠مه، د يادو څاه ګانو د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا څاه ګانې به تر ځمکې لاندې اوبو په څرنګوالي او مديريت کې ډېرې اغېزمنې تمامې شي.

د هغه په وینا، دا مهال دوی نه پوهېږي چې تر ځمکې لاندې اوبه په کوم حالت کې دي، ایا د څښلو لپاره مناسبې دي که نه؟

دی زياتوي: ((دا تحقيقاتي څاه ګانې به په يوه کال کې جوړيږي او د اړونده وزارت انجنيران به په مياشت کې له دوی څخه ليدنه کوي، د اوبو خلاص والی او يا نور مرکبات چې ورسره  وي د هغوی درجه به معلوموي.))

ورته مهال د خوست شمل خورم دریایي حوزې مشر انجنير زین الله نسيمي وايي چې اوس له دې څاه ګانو څخه يوازې د اوبو د مهار کولو لپاره ګټه اخيستل کيږي.

هغه زياته کړه، له درې کلونو وروسته هر کله چې دوی په دې ډاډه شول چې تر ځمکې لاندې اوبه مهار شوې، بيا ترې د څښلو پاکو په توګه ګټه اخیستلی شي.

دی وایي: ((په‌ هره ساحه کې دوه څاګانې دي، يو څاه صرف تحقيقاتي ده او دويمې شپږ اينچه څاه څخه له درې کلونو وروسته چې کله موږ مطمين شوو چې زېرزميني اوبه تکيه شوې، بيا ترې استفاده کولی شو.))

د انجنير نسيمي په وينا، د اوس لپاره يادې تحقيقاتي څاه ګانې يوازې په مرکز کې ايستل کيږي او هڅه يې دا ده چې ولسواليو ته هم دا پروسه وغځيږي، څو تر ځمکې لاندې اوبو د مديريت کولو لپاره سمه ډېټا ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.