ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د صرافانو اتحاديې رییس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

د بلخ د صرافانو اتحاديې رییس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
11 Oct 2020 - 15:58
د بلخ د صرافانو اتحاديې رییس د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
11 Oct 2020 - 15:58

مزارشريف (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د بلخ ولايت د صرافاتو اتحاديې تښتول شوی مشر راخوشی کړای شو.

حاجي عبدالقيوم رحيمي دوه اوونۍ مخکې د مزارښار اړوند له چغدک سيمې هغه مهال تښتول شوی و چې د سهار لمانځه لپاره له کوره د جومات پر لور روان و.

د هغه د تښتول کېدو په غبرګون کې د بلخ صرافانو اعتراضونه وکړل چې په پايله کې يې درې ورځې مزارشریف ښار کې د صرافۍ مارکېټ هم تړل شوی و.

د بلخ د صرافانو اتحاديې د مشر د اختطاف کېدو له امله د يوې ورځې لپاره د افغانستان په لويو ښارونو، کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار کې د صرافۍ مارکېټونه د اعتراض په ډول وتړل شول.

خو تېره شپه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه لنډه اعلاميه کې وويل چې د بلخ د صرافانو د اتحاديې مشر راخوشی کړای شو.

د خبرپاڼې په حواله عبدالقيوم رحيمي د پوليسو د اوپراتيفي عملياتو په لړ کې خوشی شوی دی.

کورنيو چارو وزارت په دې تړاو نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

پژواک خبري اژانس د بلخ د صرافانو د اتحاديې د مشر راخلاصېدو په تړاو د بلخ امنيې قوماندانۍ او بلخ ولايت مقام له ويندويانو د جزئياتو غوښتنه وکړه خو هغوی يواځې د رحيمي خلاصون تاييد کړ او د امنيتي ملحوظاتو له امله يې د نورو جزئياتو له شريکولو ډډه وکړه.

د بلخ د صرافانو اتحاديې د راخوشي شوي مشر د کورنۍ غړو هم د دې قضيې په تړاو له پژواک سره خبرې ونه کړې.

خو په بلخ کې يو شمېر صرافان له حکومته غوښتنه کوي چې دغه قضيه دې په هر اړخيز ډول خلکو ته روښانه کړي.

د مزارشريف يوه صراف حاجي نجيب له پژواک سره خبرو کې خوښي وښوده چې بالاخره يې د اتحاديې مشر راخوشی شو.

خو هغه زياتوي چې لا هم دغه قضيه يو ډول پټه ساتل کېږي چې په اړه يې د خلکو اندېښنې زياتېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.