ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند امنيه قوماندان په دغه ولایت کې د ١٧٠ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

د هلمند امنيه قوماندان په دغه ولایت کې د ١٧٠ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
12 Oct 2020 - 15:08
د هلمند امنيه قوماندان په دغه ولایت کې د ١٧٠ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
12 Oct 2020 - 15:08

لښکرګاه (پژواک،٢١ تله ٩٩): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٧٠ طالبان وژل شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الرحمن جواد د تلې په ٢١مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې افغان ځواکونو په  تېرو دوو ورځو کې د دغه ولايت په باباجي، نهر سراج او تريخ ناور سيمو کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.

ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٧٠ طالبان وژل شوي او سلګونه نورټپيان دي.

د قوماندان په وينا چې د يادو عملياتو پر مهال د طالبانو يو شمېر پټنځايونه او وسلې هم له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه چې له کندهار، فراه او اروزګان ولايتونو طالبان راغلي وو او غوښتل يې چې هلمند ته سقوط ورکړي خو له ماتې سره مخ شول.

قوماندان وويل چې د باباجي، ٦٠١ نمبر شاهراه او ځينو نورو سيمو څخه امنيتي ځواکونو تاکتيکي شاتګ کړى چې ډېر ژر به يې د بېرته نيولو لپاره عمليات ترسره شي.

جواد زياته کړه: ((زه د هلمند خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ خپل عمليات د طالبانو پر وړاندې جاري ساتو څو زموږ خلک د امن په فضا کې ژوند وکړي.))

بل لور ته د هلمند یوه اوسېدونکي لطف الله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

هغه وايي: ((جګړې بېخي لښکرګاه ښار ته رسېدلې دي، له ډېرو ځايونو خلکو کډې کړې دي، دغه حالت بايد نور کنټرول شي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې طالبانو په هلمند کې د حکومتي ځواکونو عمليات پر شا تمبولي دي.

دى وايي چې په ياده جګړه طالبانو د حکومتي ځواکونو څلور پوستې نيولې چې په ترڅ کې يې ١٨ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، په دوحه کې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د ابتدايي خبرو له پيل وروسته په هېواد کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو د پخوا په پرتله زور اخيستى چې له امله يې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.