ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې روان کال پر ۷۰۰ جريبه ځمکه باندې د سترسو باغونه جوړېږي

ننګرهار کې روان کال پر ۷۰۰ جريبه ځمکه باندې د سترسو باغونه جوړېږي

author avatar
12 Oct 2020 - 17:19
ننګرهار کې روان کال پر ۷۰۰ جريبه ځمکه باندې د سترسو باغونه جوړېږي
author avatar
12 Oct 2020 - 17:19

جلال اباد (پژواک، ۲۱ تله ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، پلان لري چې روان کال په دغه ولايت پر ۷۰۰جريبه ځمکه باندې د ليمو او سترسو باغونه جوړ کړي.

د مسوولينو په وينا، د ځنځيري بڼوالۍ د ارزښت د ودې سکتوري پروژه د سترسو د حاصلاتو د لوړېدو او دغه راز د کروندګرو د ژوند د ښه والي په موخه پلان شوې ده.

د همدې بارغونو له ډلې اوس د يو اشاريه درې ميليونه افغانيو په لګښت پر ۱۵ جريبه ځمکه باندې د ليمو د باغونو جوړېدو کار پيل شوی دی.

د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپی وایي، یاد باغونه د نوې ټکنالوجۍ له مخې په کوز کونړ، بهسودو او کامې ولسوالیو کې په نمونه یي ډول جوړ شوي او له دې سربېره په دولتي او شخصي توګه پر زرګونه جریبه ځمکه باندې د لیمو او مالټو باغونه جوړشوي دي .

هغه زیاته کړه، سږ کال پلان لري د مني په موسم کې پر ۷ سوه جریبه ځمکه باندې نور د لیمو او مالټو باغونه جوړ کړي.

نوموړی وايي، د دغې چارې موخه په کور دننه د سترسو د حاصلاتو لوړوالی او دغه راز کروندګرو ته د حلال کښت او ډېر عايد لاسته راوړلو زمينه برابرول دي.

د کرنې د رييس د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ننګرهار کې د مالټو، شفتالو، ناک، الوچو، زردالو او نورو مختلفو مېوو باغونه موجود دي چې کروندګرو ته يې هم د نورو فصلونو په پرتله ښه عايد کړى دى.

هغه وويل، باغونه کروندګرو ته د هغوی په خوښه جوړېږي او له نيالګيو سربېره يې د ساتنې او پالنې لپاره وسايل او د اړتيا وړ کيمياوي سره او درمل  هم ورکول کېږي.

بلخوا د ننګرهار ولايت کروندګر او باغداران که څه هم د دا ډول باغونو جوړېدو ته خوښ دي چې په يوه وخت کې د ميوه جاتو تر څنګ سبزيجات او نور فصلونه هم ترې تر لاسه کېږي خو وايي، د بازار نه موجوديت ورته لا هم د باغ جوړېده ډېر ګټور نه شي تمامېدلی.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ميرزاخېلو د سيمې اوسېدونکی غلام رسول چې پر خپله يو جريب ځمکه يې د شفتالو  باغ جوړ کړی وايي، دا تېر کال يې هم له باغ څخه شاوخوا ۶۰زره افغانۍ عايد راټول کړى دى.

دی وايي، په باغ کې د کال په جريان کې څو ډوله سبزيجات هم کري چې د هغې ګټه هم تر لاسه کوي او اقتصاد يې هم ورسره د پخوا په پرتله ښه شوی دی.

قسيم الله د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې پر خپله ځمکه د مالټو او شفتالو باغونه ايښي دي. دی وايي، پخوا يې هم کوکنار کرل او هم يې نور فصلونه خو هغسې ګټه چې باغونه لري نورو حاصلات  يې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.