ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير: طالبان دې په هلمند کې بريدونه ودروي

د امريکا سفير: طالبان دې په هلمند کې بريدونه ودروي

author avatar
13 Oct 2020 - 14:58
د امريکا سفير: طالبان دې په هلمند کې بريدونه ودروي
author avatar
13 Oct 2020 - 14:58

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست هم له وسله والو طالبانو وغوښتل چې په هلمند ولايت کې بريدونه ودروي.

د امريکا سفارت شازدافير او سرپرست راس ويلسون د تلې په ٢٢مه په ټويټر کې ليکلي چې د هلمند د جګړو په اړه د ناټو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرونۍ څرګندونې تاييدوي.

ويلسون دغه راز له طالبانو غوښتي چې د هلمند په ګډون په ټول افغانستان کې تاوتريخوالى کم کړي.

د هغه په وينا، د طالبانو وروستي بريدونه د دوحې د تړون خلاف دي چې له امله يې ډېرى خلک وژل کېږي او ويجاړۍ رامنځته کېږي.

د امريکا سرپرست سفير په افغانستان کې له ټولو خواوو غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي څو تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار پر ځينو برخو او نږدې ولسواليو بريدونه کړي دي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون طالبانو ته ويلي وو چې ژر تر ژره دې په هلمند کې بريدونه ودروي او په هېواد کې دې روان تاوتريخوالى کم کړي.

هغه زياته کړې: ((د طالبانو وروستي بريدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده او په قطر کې د افغانانو ترمنځ مذاکرات هم کمزوري کوي.))

امريکايي ځواکونو پرون ويلي چې په هلمند ولايت کې يې له افغان ځواکونو د دفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.