پلخمري (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د بغلان يو شمېر ښوونکي وايي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خو بل لورته د بغلان د پوهنې رياست بيا دغه څرګندونې نه مني او وايي چې د ځينو ښوونکو يواځې د يوې مياشتې معاش پاتې دى.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د مرکز اړوند د ډنډ غوري سيمې لسګونو ښوونکو اعتراض وکړ، خو د يو لړ ستونزو له امله ډېرى يې نه غواړي چې نومونه يې په راپور کې خپاره شي.
د يادو کسانو له ډلې ښوونکي اسدالله پژواک ته وويل چې د تلې مياشت هم په خلاصېدو ده، خو تر اوسه دوى ته د زمري او وږي مياشتو تنخوا نه ده ورکړل شوې.
ده وويل: ((نور اقتصادي مشکلات خو څه کوې، مور مې د زړه ناروغي لري، يوه روپۍ کور کې نه لرو، که معاش را نه کړي مور ته به مې پر څه شي درمل واخلم.))
نوموړى وايي چې په ښوونځي کې د نجونو لپاره يوه ښځينه ښوونکې لري او هغې ورته ويلي چې ښوونځي ته د راتګ لپاره لږ تر لږه د موټر کرايه هم نه لري.
دغه راز بل ښوونکي محمد اشرف هم پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخوا نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي: ((معتمد راته نن او سبا کوي، دکاندارانو نه مو قرض اخيستى دى، نور ورته مخ نه لرو، په يو عالم مشکلاتو کې يو.))
نوموړي د پوهنې ریاست له چارواکو غوښتنه وکړه چې د ښوونکي د حیثیت خوندیتوب په موخه دې د معاشونو د ژر ورکولو برخه کې اقدام وکړي.
همدارنګه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جمیعت لېسې سر ښوونکي سردار ګل قانع پژواک ته وويل، مسوولينو ښوونکو ته ويلي،ترڅو خپل سيستم بانکي نه کړي، مياشتنۍ تنخواوې يې نه ورکول کيږي.
هغه وايي: ((دا خو سمه ده چې سيستم بايد بانکي شي خو اوس بايد د ښوونکو معاش ورکول شي، ځکه چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى.))
يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د معاشونو د ژر اجرا کېدو غوښتنه يې وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن