ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند والي: امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي

د هلمند والي: امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي

author avatar
13 Oct 2020 - 15:53
د هلمند والي: امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي
author avatar
13 Oct 2020 - 15:53

لښکرګاه (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د هلمند والي وايي چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

د يادو جګړو امله تر اوسه د دواړو لورو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ د همدې جګړو له امله نورو سيمو ته کډه شوې دي.

په دغه ولايت کې د جګړې د وروستيو معلوماتو په توګه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د نادعلي ولسوالۍ ترڅنګ، په باباجي او ٦٠١ شاهراه سيمو کې د طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې ٢٣ وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو سيمو کې پنځه پوستې بېرته له طالبانو نيول شوي او څلور نوي پوستې هم ځاى پرځاى شوي دي.

ياسين خان زياته کړه: ((زموږ ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، پر لښکرګاه ښار د طالبانو ډله ييز بريدونه پر شا تمبول شوي او له ماتې سره مخ دي.))

د سيمې يوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل چې د يادو جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ لښکرګاه ښار ته کډه شوې او دا مهال د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي.

ده زياته کړه: ((حکومت بايد د طالبانو پر وړاندې پراخ عمليات ترسره کړي، څو جګړې له ښاره ووځي.))

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې ډېرې سيمې له حکومتي ځواکونو نيولې دي.

هغه وايي: ((دغه ساحې څو مياشتې وړاندې موږ پرېيښې وې، اوس د خلکو په غوښتنه طالبان بېرته دغو سيمو ته ورغلي او تر اوسه کوم نوى تغيير نه دى راغلى.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.