ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې یو پخوانی غړی له طالبانو سره یو ځای شوی

د ولسي جرګې یو پخوانی غړی له طالبانو سره یو ځای شوی

author avatar
13 Oct 2020 - 15:00
د ولسي جرګې یو پخوانی غړی له طالبانو سره یو ځای شوی
author avatar
13 Oct 2020 - 15:00

کابل(پژواک، ٢٢ تله ٩٩):د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کېد دغه ولایت پخوانی استازی عبدالرحمن شهیداني له طالبانو سره یوځای شوی دی.

د یوه مکتوب د کاپي پر اساس چې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې؛ د بامیان والي سید انور رحمتي د روان کال د تلې په شلمه نېټه په لیکلې بڼه د سمیه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبر ورکړی چې د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د بامیان د خلکو استازی عبدالرحمن شهیداني له طالبانو سره یو ځای شوی او قطر ته تللی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې نرګس مهمند تایید کړه چې دغه لیک دوی ته رسېدلی او سیمه د ییزو ارګانونو ادارې د موضوع د نورو څېړنو په موخه پاڼه کشفي او امنیتي ارګانونو ته سپارلې ده.

عبدالرحمن شهیداني د بامیان ولایت اوسېدونکی دی او د ملي شورا په ۱۶مه دوره کې په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازی او د وحدت ګوند غړی و.

شهیداني له ۱۳۸۱ کال وروسته افغانستان ته راستون شو او د بامیان، غزني او غور د امنیه قوماندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.