ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې یو دیني عالم وژل شوی

په ننګرهار کې یو دیني عالم وژل شوی

author avatar
13 Oct 2020 - 11:11
په ننګرهار کې یو دیني عالم وژل شوی
author avatar
13 Oct 2020 - 11:11

جلال اباد (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې يو ديني عالم وژلى دى.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د جلال اباد ښار اړوند د زرګرانو په کوڅه کې رامنځه شوې ده.

هغه زياته کړه چې ناپېژاندو وسله واله  پرون ناوخته په ياده سيمه کې پر یوه ديني عالم مولوي ګل نواز ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

خوږياڼى وايي چې بريدګر تښتېدلى او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د ننګرهار والي ضياءالحق اميرخېل د دغه ديني عالم پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

هغه زياته کړې چې ديني عالمان د ټولنې هغه قشر دی چې تر ټولو زیات يې ولس پر پيغام باور لري او دوی تل د منبر له لارې د اسلام مبارک دین په رڼا کې د رښتینولۍ غږ پورته کړی .

والي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، څو ياده قضیه په جدي ډول وڅېړي، عاملین یې پيدا کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.