کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): په کابل ښار کې د ترورونو او جنايي جرمونو لړۍ په دوام کې دوه نور امنيتي افسران وژل شوي دي.
د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز د تلې په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار اووه نيمې بجې د کابل ښار د بګراميو په سيمه کې يو امنيتي منسوب د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
نوموړي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوى کس د ملي اردو يو ډګروال و.
فردوس فرامرز دغه راز وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل د قرغې په سيمه کې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې د چسپکي ماين په دې چاودنه کې يو کس وژل شوى دى، خو هويت يې په ډاګه نه کړ.
خو يوې بلې سرچينې وويل چې د قرغې په چاودنه کې وژل شوى کس سمونيار عبدالحسيب نومېده او د کابل پوليسو اکاډمۍ کې يې دنده درلوده.
سرچينې زياته کړه، نن سهار نوموړى له پغمان ولسوالۍ څخه خپلې دندې ته روان و، چې په لاره کې يې پرې چاودنه وشوه.
د دې پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځه شوې چې په دې وروستيو کې په کابل کې د هدفي وژنو، ترورونو، وسله والو غلاوو، چسپکي ماين چاودنو او په ټوله کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.
د کابل ښاريانو د دې پېښې په غبرګون کې په ټولنيزو شبکو کې د (کابل خوندي نه دى، کابل وژغورئ) کمپاين هم ترسره کړ.
د کورنيو چارو وزارت مني په کابل کې د جنايي جرمونو پېښو زياتوالى مني، خو وايي چې دوى هم جدي اقدامات پيل کړي دي.
د دغه وزارت وياند طارق ارين پرون په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په تېره مياشت کې يې په کابل کې شاوخوا ١٥٠٠ کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن