ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت نابينايانو ته د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې پاتې وبلل شو

حکومت نابينايانو ته د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې پاتې وبلل شو

author avatar
14 Oct 2020 - 18:19
حکومت نابينايانو ته د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې پاتې وبلل شو
author avatar
14 Oct 2020 - 18:19

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، حکومت ړندو خلکو ته د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې پاتې بولي او غوښتنه ترې کوي چې په دې برخه کې اړین ګامونه اوچت کړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير وایي چې دغه وزارت به په دې برخه کې ژر اړین ګامونه اوچت کړي.

چارواکو دغه څرګندونې نن د ړندو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې په جوړه شوې ناسته کې وکړې. 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غړې بنفشې يعقوبي په دغه غونډه کې وویل چې په بېلابېلو برخو کې زده کړې د نورو په څېر د ړندو حق هم دى او ړندو په کې باید حد ونه ټاکل شي.

د هغې په وینا، د افغانستان حکومت ړندو ته د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې پاتې راغلی او تر اوسه یې یو ړوند افغان هم د زده کړو لپاره بهر ته نه دى لېږلی.

د دې په وینا، د ړندو کسانو لپاره باید مرسته کوونکي شتون ولري، هغو کسانو ته د سترګو د لید ځواک یې کمزوری دی، په غټو حرفونو کتابونه چاپ شي او هغه چې ړانده دي باید د بریل لیک له لارې زده کړې ورکړل شي.

د کابل پوهنتون يوه استاد احسان الله غياثي چې هغه هم ړوند دی، وويل چې د حکومت له خوا تر اوسه د ړندو زده کوونکو لپاره ترسره کړی چوپړ له نورو سره د پرتلې وړ نه دی.

دى وايي، ړندو محصلینو ته دې د موټر زمينه برابره شې تر څو له کوره تر پوهنتونه په اسانۍ تګ راتګ وکولای شي او که داسې نه وي نو پوهنتون کې دې ورته ليليه جوړه شي.

هغه زياتوي چې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته دې ړندو ته کاري زمينه برابره شي.   

د کابل پوهنتون رييس محمد عثمان بابري په دغه غونډه کې وويل چې په دغه پوهنتون کې دا مهال ۲۹ ړندو محصلینو ته زده کړې ورکول کیږي او په دې وروستیو کې په بریل لیک د لیکل شویو کتابونو کتابتون هم ورته جوړ شوی دی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير ډاکتر عباس بصير وويل چې دغه وزارت به ډېر ژر د ړندو د زده کړو لپاره د امکاناتو برابرولو په برخه کې نور ګامونه هم پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.