میمنه (پژواک،٢۳ تله ۹۹): د فاریاب پولیس ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې یو پلار او زوی پر دې جرم پر ډزو وژلي چې امنیتي سرتېرو ته یې د څښاک اوبه ورکړې وې. خو طالبان یاده ادعا ردوي او وايي، یاد دوه تنه د حکومتي کسانو له خوا وژل شوي دي.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک ته وویل: ((تېره شپه د ګرزیوان ولسوالۍ په افغان کلي کې طالبان یوه کور ته ننوتي او د رستم خان په نوم یو سپین ږیری او د هغه زوی یې پر ډزو وژلي دي.))
نوموړي ادعا وکړه چې یاد پلار او زوی امنیتي سرتېرو ته د اوبو ورکولو پر تور وژل شوي دي.
خو د طالبان سیمه ییز مسوول د دغو کسانو وژل رد کړي او ويلي یې دي: ((یاد پلار او زوی د حکومتي کسانو له خوا ځکه وژل شوي چې ولې یې له سیمې طالبانو پر امنیتي سرتېرو برید کړی دی.))
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې تېره شپه اربکیانو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په افغان تپه کلي کې پلار او زوی (رستم او زوی یې محمد نسیم) وژلي دي.
د یادونې ده، افغان تپه کلي او د پېښې سیمه د ولسوالۍ د دوانۍ په ۲۰۰ مترۍ کې پرته ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن