ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

هرات کې ١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Oct 2020 - 14:44
هرات کې ١٨ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Oct 2020 - 14:44

هرات ښار (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): امنيتي چارواکي وايي چې د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له نن له غرمې مخکې د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر موټر د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و چې په هيڅ صورت د توجيې وړ نه دى، بلکې په کلکو الفاظو يې غندو.))

دغه راز د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ په لعل سرخ سيمه کې د ملکي وګړو مازدا موټر پر ځاى پرځاى شوي ماين برابر شوى دى.

ده وويل چې په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپيان شوي دي.

فرهاد زياته کړه: ((دغو خلکو واده درلوده، ناوې پسې روان وو چې په لار کې له دغه ډول پېښې سره مخ شوي دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.