لښکرګاه (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د هلمند د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو پرله پسې جګړو له امله تر اوسه ٥١٠٠ کورنۍ نورو سيمو ته بېځايه شوې دي.
له تېرو شاوخوا څلورو ورځو راهيسې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ او په ٦٠١ نمبر شاهراه او باباجي سيمو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.
په دغو جګړو کې دواړه لوري يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.
خو د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس سيد محمد رامين د تلې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې د يادو جګړو له امله د نادعلي او ناوې ولسواليو ترڅنګ د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي او بولان له سيمو ٥١٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي.
هغه وايي چې دغه کورنۍ نږدې ټولې مرکز لښکرګاه ته کډه شوې او په سخت حالت کې شپې ورځې تېروي.
ده وويل: ((موږ تر اوسه ډېره دقيقه سروې هم نه ده کړې، کېداى شي دغه کورنۍ بېخي ډېرې شي؛ ځکه هره شېبه خلک را روان دي.))
د نوموړي په وينا، حکومت دومره امکانات نه لري چې له يادو ټولو بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وکړي، په دې برخه کې بايد خيريه موسسې هم همکاري وکړي.
خو رامين ډاډ ورکړ چې د دوو موسسو په همکارۍ يې د بېځايه شوو کورنيو سروې پيل کړې چې په وخت سره به مرستې هم ورسره وشي.
د بې ځايه شوو کسانو له ډلې د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکي ولي محمد پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې سخته جګړه وه، هر څه ترې پاتې شول او ښار ته کډه شوى دى.
ده زياته کړه: ((کښتونه مو پاتې شول، د کور ټول سامان مو پاتې شو، بس يواځې د کور غړي راغلي يو، دلته هم په خېمه کې ژوند کوو، د اوسېدو او خوړو لپاره هېڅ امکانات نه لرو.))
همدارنګه د لښکرګاه ښار د څلورمې حوزې اړوند د باباجي سيمې اوسېدونکي برهان الدين وايي چې د جګړې له امله په ښار کې خوراکي توکي او نور هرڅه قيمته شوي دي.
ده وويل: ((زموږ په سيمه کې هم جنګونه وو، دلته ښار ته ترې راغلي يو، خو دلته چې مخکې د يوه کور کرايه دوه زره افغانۍ وه اوس پنځه زره ده چې ورکول يې موږ لپاره ډېره سخته ده.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن