کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): د کابل پولیس وايي چې د دغه ښار د لومړۍ حوزې اړوند منډوي کې د خپل منځي جګړې له امله درې کسان ټپیان شوي او د قضيې اصلي فاعل نیول شوی دی.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، نن (له غرمې مخکې ۱۱ بجې) د لومړۍ حوزې اړوند منډوي سیمه کې د مغلوبه شخړې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، پولیسو د قضیې اصلي فاعل له یو میل وسلې سره نیولی او د پېښې په اړه ورڅخه څېړنې کېږي.
خو ځينو سرچینو په ټولنیز رسنیو کې لیکلي چې څو شېبې وړاندې یوه وسله وال کس د کابل د لومړۍ حوزې اړوند منډوي سیمه کې درې کسان پر ډزو وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن