جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۹): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د سره رود ولسوالۍ په یوې دیني مدرسه کې د ماين چاودنې له امله یو دیني عالم وژل شوى دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار نږدې نهه بجې د سره رود ولسوالۍ اړوند په داغمه سيمه کې د دارالعلوم زبیره په نوم دیني مدرسې د مسوول مولوي علي احمد مخلص په استراحت خونه کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، د چاودنې له امله نوموړی لومړی ټپي و او وروسته يې ساه ورکړه.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا په تېرو څو ورځو کې دويم ديني عالم دی چې په ننګرهار کې وژل کېږي.
تر دې وړاندې تېره اوونۍ په جلال اباد ښار کې يو ديني عالم د هدفي وژنې ښکار شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن