ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو الوتکې د بېړنۍ ناستې له امله الوتنې ځنډېدلې دي

د کندهار له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو الوتکې د بېړنۍ ناستې له امله الوتنې ځنډېدلې دي

author avatar
18 Oct 2020 - 16:51
د کندهار له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو الوتکې د بېړنۍ ناستې له امله الوتنې ځنډېدلې دي
author avatar
18 Oct 2020 - 16:51

کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۹): په کندهار هوايي ډګر کې د بهرنیو ځواکونو الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له امله یې د رن وې یوه برخه ویجاړه شوې او ټولې ملکي او نظامي الوتنې ځنډېدلې دي.

د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګيټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو د هوايي ځواک یوې ګلوب ماسټر C-17 الوتکې نن سهار د کندهار هوايي ډګر پر رن وې بېړنۍ ناسته کړې ده.

هغه زیاته کړې، دا بېړنۍ ناسته د تخنیکي ستونزې له امله وه چې کوم مرګ ژوبله او زیان نه لري.

خو ده یادونه یې کړې چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د کندهار هوايي ډګر مسوول مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو د الوتکې د بېړنۍ ناستې له کبله د رن وې یوه برخه ویجاړه شوې ده، له همدې امله ټولې ملکي او نظامي الوتنې ځنډېدلې دي.

هغه زیاته کړه، د رن وې د بیارغونې کار پیل شوی چې شاوخوا ۷۲ ساعتونه وخت به وغواړي.

دی وايي، تر هغو چې رن وې جوړېږي له دغه هوايي ډګر څخه به الوتنې ځنډېدلې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.