ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: بې اسناد موټر ضبطېږي، پولیسو ته یې ورکوو یا یې د شهیدانو کورنیو ته وېشو

صالح: بې اسناد موټر ضبطېږي، پولیسو ته یې ورکوو یا یې د شهیدانو کورنیو ته وېشو

author avatar
18 Oct 2020 - 16:13
صالح: بې اسناد موټر ضبطېږي، پولیسو ته یې ورکوو یا یې د شهیدانو کورنیو ته وېشو
author avatar
18 Oct 2020 - 16:13

کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې حکومت بې اسناد موټر ضبطوي او د پولیسو په خدمت کې یې ورکوي او یا یې قانوني کوي او د شهیدانو وارثانو ته یې وېشي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې پرېکړه شوې څو له دې وروسته بې اسناد موټر ونیول شي.

هغه دې ته په اشاره چې له کلونو راهیسې د بې اسنادو موټرو په اړه شکایتونه شتون لري، وایي چې دا د مجرمینو په تعقیب کې یوه ستونزه ده.

نوموړي هغو کسانو ته په خطاب کې چې بې اسناد (یوه کلۍ) موټر لري، وویل: "هیله ده مالیه ورکړئ او خپل موټر قانوني کړئ، یا دا چې ستاسو موټر به له نیولو وروسته د پولیسو په خدمت کې ورکړل شي."

د هغه په ​​وینا، بله وړاندوینه دا ده چې حکومت به له یوې ټاکلې مودې وروسته نیول شوي بې اسناد موټر قانوني کړي او د شهیدانو وارثینو ته به یې ووېشي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په کابل کې د رښتیني او رواني امنیت راوستلو ژمنه کړې او مجرمینو ته یې دوه انتخابه وړاندیز کړي، یا دې انسان شي  یا دې د زندان میلو شاته ته لاړ شي.

هغه څرګنده کړه: «زه د ۱۱۹ تر نامه لاندې د پولیسو د سرې قطعې د عملیاتو ملاتړ کوم، ډېر زحمت تېروي. ډېرې ستونزې یې حل کړې دي.»

د ولسمشر لومړي مرستیال له کابل ښاریانو غوښتي چې د ۱۱۹ خط د پیاوړي کولو لپاره تاسو کولای شئ (۰۷۳۰۱۰۰۹۰۰ او ۰۷۳۰۶۰۰۷۰۰) شمېرو ته د وټساپ له لارې پیغام واستوئ.

صالح دغه اقدام یو عاجل او بېړنی ابتکار بللی چې د ښاریانو په غوښتنه نیول شوی دی.

نوموړي له هغو کسانو چې یادو شمېرو ته د مجرم پته او عکس استوي، غوښتي چې باید د خپل ټيلېفون شمېره هم د لیکلي پیغام په پای کې ولیکي څو د دوی اطلاعات تحلیل او وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ناامنیو د ډېرېدو پر تعقیب، ولسمشر غني د څو اوونیو لپاره د خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته په مستقیم ډول د کابل ښار امنیتي مسایل سپارلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.