ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحماني: د امنیتي تړون پروګرام ډېری غړي د مور او پلار له خوا عاق شوي کسان دي

رحماني: د امنیتي تړون پروګرام ډېری غړي د مور او پلار له خوا عاق شوي کسان دي

author avatar
19 Oct 2020 - 18:34
رحماني: د امنیتي تړون پروګرام ډېری غړي د مور او پلار له خوا عاق شوي کسان دي
author avatar
19 Oct 2020 - 18:34

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د ولسي جرګې رییس د ولسوالیو د قوماندانانو پر ټاکلو نیوکه کوي او وايي، د کابل د امنیت لپاره د امرالله صالح ګومارل امنیت نه ټينګېږي او « د (امنیتي تړون) ډېری غړي د مور او پلار عاق دي.»

کورنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په ۲۴مه د «امنیتي تړون» پروګرام جوړول اعلان کړل او د هغه موخه یې د امنیت ښه ټينګښت او د خلکو د راټولېدو له لارې له جرمونو او جنایتونو سره مبارزه وبلله.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په دې وروستیو کې ویلي چې د ولسمشر په لارښوونه د تلې له ۲۶مې وروسته د څو اوونیو لپاره په مستقیم ډول د کابل امنیتي مسایلو ته رسېدنه پر غاړه اخلي.

هغه خلکو ته په خطاب کې ویلي: ((د امنیتي تړون تطبیق به د دغه پروګرام بوه برخه وي. په کابل کې د لاس د ورغوي په څېر بلد یم... تاسو ډاډه اوسئ، د غلو، اوباشو، د خلکو ځوروونکو، باج اخیستونکو، له قانونه سرغړوونکو، د خلکو او عامه ځمکو د غصب کوونکو، تکراري مجرمانو چې تر پوښښ لاندې فعالیت لري او هغه زورواکو چې په ښکاره قانون خوښوي، د ټولو نوملړ له مخکې ترتیب شوی دی.))

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې صالح ته د امنیت سپارلو پر موضوع خبرې وشوې.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازي مهدي راسخ وویل: ((د حکومت دغه تصمیم ښيي چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رییس بې کفایته دي، که دوی د مدیریت توان نه لري ښه دا ده چې له دندو لرې شي.))

په دې جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن وویل: ((ارګ مېشتو ته ننګ او شرم دی چې د ولسمشر لومړی مرستیال د کابل د امنیت مسوول ټاکي.))

دغه راز په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازي محمد اقبال کوهستاني د ولسمشر له خوا د ولسوالیو لپاره ۱۰۰ امنیه قوماندانانو ته په اشاره وویل، یاد کسان د افسرانو ذاتي قانون خلاف پر دندو ګومارل شوي دي.

نوموړي دغه ګومارنې سلیقوي وبللې او ویې ویل، ډېری هغه کسان چې د امنیه قوماندانانو په توګه ګومارل شوي د جنګ او مدیریت وړتیا نه لري.

دغه ۱۰۰ قوماندانان په وروستیو دوو ورځو کې ټاکل شوي دي.

د دې جرګې ځينو نورو غړو د ولسمشر لومړي مرستیال ته د امنیت پر سپارلو او ولسوالیو ته د ۱۰۰ تازه امنیه قوماندانانو پر ټاکلو نیوکه وکړه، خو یو شمېر نورو بیا صالح ته د امنیت له سپارلو ملاتړ وکړ.

په دې جرګه د کونړ د خلکو استازې وږمې صافۍ ځینو نورو وکیلانو وویل، د ولسمشر لومړی مرستیال په امنیتي برخه کې کافي تجربه لري او باید ټول د حکومت له یاد تصمیم څخه ملاتړ وکړي؛ ځکه د کابل ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.