کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د ولسمشر غني وياند وايي، دولت د سولې لپاره د طالبانو زرګونه بنديان خوشي کړل، خو طالبانو خپلې ناروا جګړې ته دوام ورکړى دى.
د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د تلې په ٢٩مه په خپل ټويټر کې ليکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او ولس، د سولې پروسې د چټکتیا لپاره د طالبانو ٦١٠٠ خطرناکو بندیانو د خوشي کولو داسې پرېکړه وکړه چې د نړۍ د سولې په هېڅ یوه پروسه کې یې ساری نه و.
هغه زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دغه کار په دې خاطر وکړ چې وسله وال طالبان د جګړې پای او باعزته او پایدارې سولې ته وهڅوي.
صديقي ويلي، په هلمند او غور کې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې طالبانو د ولس له نېک او صادقانه نیت څخه ناوړه ګټه اخیستې، خپلې ناروا جګړې ته یې دوام ورکړی او د دولت او ملت پر وړاندې یې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د يادونې ده، په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله د مرګ ژوبلې ترڅنګ زرګونه کورنۍ بېځايه شوي دي.
دغه راز پرون په غور ولايت کې د يوه موټربم بريد له امله ١٦ کسان ووژل شول او تر ١٥٠ زيات کسان ټپيان شوي دي.
امريکا او ناټو هم د طالبانو دغه بريدونه غندلي او دا يې د دوحې تړون خلاف بللي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن