کندهار (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): په کندهار کې له ۵۰۰ کډوالو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیستم او له ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو سره د ماشومانو د ژمنیو کڅوړو مرسته وشوه.
په دغو کډوالو کې د جګړې له امله بېځایه شوي او راستېدونکي شامل دي.
د کندهار د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب پژواک خبري اژانس ته وویل، له ۵۰۰ داخلي بېځایه او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیستم د وېش چارې د کډوالو نړیوال سازمان/ UUNHCR په مرسته نن پیل شوې.
هغه زیاته کړه، تېرې دوه میاشتې د دغو کډوالو کورنیو سروې شوې او هغه مستحقې کورنۍ په نښه شوې چې برېښنا ته یې اړتیا لرله.
ده وویل، هرې کورنۍ ته د ۳۳۰ امریکايي ډالرو په ارزښت سولرونه او نور اړوند وسایل یې ورکړل شول.
ده دا مرسته ګټوره وګڼله او ویې ویل، دا چې په کندهار کې برېښنا کمه ده، د دغه سیستم په مرسته به کورنۍ وکړای شي ډېره ګټه واخلي.
په ورته توګه د کډوالو رییس وویل چې نن د ۱۰۰۰ نورو کډوالو کورنیو له ماشومانو سره د ژمنیو توکو چې د جامو او بوټونو په ګډون په کې ۱۵ قلمه توکي شامل دي، مرسته هم نن پیل شوه.
دی وايي، دغه مرسته د ماشومانو د حمايې موسسې/ Save the Children له خوا چمتو شوې ده.
د ده په خبره، دا چې ژمی را رون دی، پر دې یې کار پیل کړی چې څنګه کولای شي کډوالو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي.
کندهار ته له ناامنو ولسوالیو او ولایتونو راغلې کډوالې کورنۍ د دغو مرستو له امله خوشحاله دي او وايي چې له دې سره به یې یوه اندازه ستونزې کمې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن